مصر ۵۰ کاله وروسته ټوغ شوی هرم سیلانیانو ته پرانیست

مصر په دهشور لرغونو اثارو سیمه کې ټوغ شوی هرم له ۱۹۶۵ کال راپدېخوا په لومړي ځل د سیلانیانو لپاره پرانستی دی. ددغه هرم د ترمیم چارې روانې وې.‌

مصر

د عکس سرچینه، EPA

د دغه ټوغ هرم لرغونتوب د لرغوني مصر د څلورمې واکمنې کورنۍ پاچا سنفرو پورې رسېږي، چې له میلاد ۲۶۰۰ کاله مخکې یې واکمني کړې ده، دا هرم په اصل کې په یوه ډېره ښویېدونکې سیمه کې جوړ شوی.

مصر

د عکس سرچینه، EPA

مصر

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د سره هرم پرتله د دغه هرم نېغ اړخونه بېله بڼه لري.

مصر

د عکس سرچینه، Reuters

دا هرم پر نرمه خټه جوړ شوی، چې د مستقیم پاتې کېدو امکان یې کم و.

مصر

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د مومیا اړوندو پوهانو هلته نیمګړي لرګین ماسکونه وموندل، د ډبرو توږلو ځینې نورې الې یې وموندې.

مصر

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د مصر د لرغونو اثار وزیر خالد العناني ویلي، دغه او په سیمه کې نور هرمونه د ملګرو ملتونو د یونیسکو اسزمان د نړیوالو میراثونو په لیست کې شته.