د مصر لوی هرم کې 'تش انګړ' کشف شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
که د مصر د اهرامونو او د جوړښت د پټو رازونو په اړه پوهېدل غواړئ، ښايي دغه خبر مو یې په اړه معلومات نور هم زیات کړي.
لرغون پېژندونکو په خوفو (خیوپس) هرم کې دوه لوی انګړونه کشف کړي دي.
څرګنده نه ده چې دا کیندل شوي انګړ د څه شي لپاره جوړ شوي، کوم ارزښت لري او که نه.
جاپاني او فرانسوي پوهانو له دوو کلونو څېړنو وروسته په دې مشهور هرم کې خپلې نوې کشفونې د یوې خبري غونډې له لارې اعلان کړې.
دوی په دې کشف کې له مویوګرافي تخنیک نه ګټه اخیستې ده.
لوی هرم (خوفو هرم) د خوفو قومندان - چې د مصر فرعون و - له میلاد لږترلږه ۲۵۰۹ او ۲۴۸۳ کلونه وړاندې وړ شوی.

ددغه هرم لوړیوالی ۱۴۰ متره دی چې د قاهرې څنډه الجیزه کې د مصر تر ټولو لوی هرم دی.
خوفو هرم درې لوی داخلي دالانونه او څو دروازې لري، چې تر ټولو لویه دروازه یې ۴۷ متره اوږده او ۸ متره لوړه ده.
کشف شوی انګړ دقیقاً په همدې لار کې دی.
د HIP پاریس مؤسسې مهدي تیوبي وايي: "نه پوهېږم دا لوی تش انګړ افقي دی او که مایله. نه پوهېږم دا انګړ یا تشه فضا له یوه هیکله ده او که له څو پرله پسې هیکلونو څخه."
خوفو هرم یوه فضا لري چې د کارپوهانو په اند، ښايي د جوړوونکو له خوا پټه کړل شوې وي چې له ړنګېدو وژغورله شي.

د عکس سرچینه، SCANPYRAMIDS








