مصر کې 'د فرعون د لور قبر موندل شوی'

دهشور

د عکس سرچینه، NEVINE EL-AREF / EGYPTIAN MINISTRY OF ANTIQUITIES

د عکس تشریح، دغه قبر د دهشور سلطنتي هدیره کې موندل شوی دی

مصر کې تر خاورو لاندې یو ۳۷۰۰ کاله پخوانی قبرموندل شوی، چې باور کېږي د یوه فرعون د لور اړوند دی. دغه قبر هغه اهرام سره خوا کې موندل شوی، چې دا وروستیو کې را سپړل شوی و.

د مصر لرغونو اثارو وزارت چارواکي وايي، د پلازمېنې قاهرې سویل ته په دهشور سلطنتي هدیره کې دغه موندل شوی قبر کې یو لرګین بکس هم ایښی و، چې تصویري توري پرې کېندل شوي وو.

بکس کې څلور سر پټي مرتبان ډوله لوښي وو، چې د مړي د بدن له غړیو ډک وو. داسې ښکاري، چې دا غړي د فرعوني پاچا إيمينكاماو د لور دي. د پاچا إيمينكاماو هرم له دغه قبره په نژدې ۶۰۰ متره کې موقعیت لري.

تېره میاشت د لرغونو اثارو ماهرینو دغه ځای کې د سپړنو پر مهال پر یوه تېږه په تصویري یا هيروغليفي لیک د پاچا إيمينكاماو لیکلی نوم موندلی و.

دوی د کیندنو پر مهال بشري جسد ته ورته یو جوړ شوی تابوت هم موندلی و. دهشور هغه ځای دی، چې د څلورمې فرعوني کورنۍ پاچا سنفر په کې د هوارو اړخونو لومړنی هرم رغوولی و.

مصر

د عکس سرچینه، NEVINE EL-AREF / EGYPTIAN MINISTRY OF ANTIQUITIES

د عکس تشریح، قبر کې یو لرګین صندوق هم موندل شوی، چې د مړي بدن غړي په کې ایښي وو.

دغه هرم چې ۱۰۴ متره لوړ و، ۴۶۰۰ کاله مخکې ودان شوی و.

نوموړي دغه راز د ۱۰۵ متره لوړ هرم لومړنۍ بڼه هم رغوولې وه، چې له نیمايي پورته یې زاویه له ۵۴ درجو نه ۴۳ درجو ته بدلیده.

إيمينكاماو د فرعوني پاچا خوفو پلار و، چې د الجیزې ستر هرم یې رغوولی دی. دغه هرم چې ۱۳۸ متره لوړ دی د لرغونې نړۍ له عجایبو یو بلل کېږي.