برتانیا د ۱۵۰۰ کلنو بودايي مجسمو سرونه افغانستان ته سپاري

د عکس سرچینه، theguardian
په لندن کې د برېتانیا موزیم وایي له افغانستان او عراق نه یو شمېر لوټل شوي لرغوني اثار به بېرته دغو هېوادونو ته ستانه کړل شي.
د موزیم چارواکي وايي د پولیسو او سرحدي ځواکونو له ادارو سره په ګډه د هغو اثارو د ارزونې او ستنولو لپاره کار کوي چې په نا قانونه ډول برېتانیا ته راوړل شوي دي.
په دغو اثارو کې د ګندهارا د بودایي پېر اثار او یو شمېر نورې مجسمې دي چې په ۲۰۰۲ مېلادي کال کې له افغانستان نه تر ایستل کېدو وروسته نيول شوي دي.
دا مجسمې د څلورمې او پنځمې پېړۍ اړوندې دي. برېتانوي موزیم د افغان موزیم له چارواکو اجازه غوښتې چې دغه مجسمې افغانستان ته له ستنولو وړاندې برېتانیا کې نندارې ته وړاندې کړي.
برېتانوې ورځپاڼې انډېپنډیڼټ هم په دې اړه لیکلي چې افغانستان ته د بېرته استونکو لرغونو اثارو څو بودایي مجسمې دي چې د ۲۰۰۲ زیږدیز کال د سپټمبر میاشت کې د لندن د تر ټولو لوی هوايي ډګر هیټرو کې سرحدي پولېسو تر لاسه کړي دي.
ورځپاڼه لیکلي چې دغه اثار د پېښور له هوايي ډګر نه لندن ته لېږدول کېدل.
ورځپاڼه لېکي دا اثار افغان دولت ته له سپارلو وړاندې او د افغانستان د ملي موزیم او افغان حکومت په اجازه په موقت ډول په لندن کې نندارې ته کېښودل شي.

د عکس سرچینه، theguardian
په دې مطلب کې وړاندې ویل شوي چې دې لړ کې عراق ته هم ۱۵۴ اثار سپارل کېږي چې د بین النهرین تاریخي سیمې پورې تړاو لري چې په ۲۰۱۱ مېلادي کال کې په برېتانیا کې د پولېسو لخوا تر لاسه شوي دي.
دا اثار د خټو جوړ له هغو ټوټو جوړ شوي چې په مېخې خط پرې لیکل شوي دي دغه اثار له مېلاد وړاندې یعني په ۱۸۰۰ پېړو پورې تړاو لري









