ورکه هنرمنه ۱۲۹ میلیون ډالره جرمانه شوه

د عکس سرچینه، Getty Images
په چین کې چارواکو د چارشنبې په ورځ وویل، د دغه هېواد سېنمايي ستورې فن بینګ بینګ له مالیې د تښتېدلو او نورو خلاف ورزیو له امله ۸۸۳ میلیون یوان یا ۱۲۹ میلیون ډالر جرمانه شوې ده.
دا هنرمنه له جولای راهیسې نه ښکاري، خو پر خواله رسنیو یې بښنه غوښتې ده.
د چین حکومتي اژانس شین هوا وایي، که مېرمن فن په ټاکلي وخت خپله جرمانه ور کړي، قضايي څار یا تعقیب به یې نه کېږي.
نوموړې په چین کې یوه ډېرعایدې هنرمنه ده.
فن بینګ بینګ د حکومت له هغې ارزونې وروسته له سرخوږي سره مخ شوه چې پکې یې د مشهورو خلکو د شتمني رپوټولو ته مخه کړه.
ویل کېږي ځینې فلمي ستورو دوه تړونونه لاسلیکول؛ یو د ریښتوني عاید او بل یې مالي ادارو ته د وړاندې کولو لپاره د کم عاید له مخې.
اوس چارواکو له مېرمن فن او د هغې اړوند کمپنیو غوښتي چې د جرمانې او مالیې په ډول دغه لوی شمېر پیسې ور کړي.
بښنه غوښتل

د عکس سرچینه، Reuters
دا ۳۷ کلنه هنرمنه چې ان د بالیووډ فلمونو کې یې هم کار کړی دی، د جولای له لومړۍ نېټې نه ښکاري او د استوګنځي په هکله یې ګنګوسې ډېرې شوې دي.
د هغې اوسنی ځای معلوم نه دی خو ویل کېږي چې په پټ زندان کې اچول شوې ده.
د چارشنبې په ورځ فن بینګ بینګ خواله رسنیو کې له خپلو میلیونونو پلویانو بښنه وغوښته:
"زه له بې ساري درد رنځېږم... پر خپلو چارو ډېره شرمېږم. دلته له تاسو هر یوه ریښتونې بښنه غواړم".
هغه زیاتوي چې د مالي چارواکو له پلټنو وروسته د قانون له مخې شوې پرېکړه مني او حکم یې پر ځای کوي.
"پوره هڅه کووم چې پر ستونزو برلاسې شم، خپل عاید ټول کړم او مالیه او جرمانه ور کړم".
نوموړې په خپلو خبرو کې د چین واکمن کمونېست ګوند هم ستايي:
"د دې ګوند او حکومت له ښو پالیسو او ستاسو له مینې پرته به فن بینګ بینګ نه وي".
کلنی عاید

د عکس سرچینه، Getty Images
پولیسو د مېرمن فن د مالي چارو وکیل د نورو پلټنو لپاره بندي کړی دی.
د هغې سټوډیو پخوا ویلي و چې دوه ډوله تړونونه یې نه دي لاسلیک کړي.
چین کې د بي بي سي خبریال رابین برانټ وايي، مېرمن فن په خپل هېواد کې وروستۍ ناسیاسي مشهوره څېره ده چې د فساد او له مالیې د تېښتې د تورونو له امله د خلکو له سترګو پنا ده.
دا هنرمنه د چین یوه تر ټولو بانفوذه څېره ده او تېر کال فوربز مجلې ولیکل چې د ۴۳ میلیون ډالرو کلني عاید سره د چین له تر ټولو مخکښو څېرو مخکې شوه.








