چینايي پولیس د دولفین د غله په لټه کې

.

د عکس سرچینه، Miaopai/Btime

د عکس تشریح، په ټولنیزو رسنیو کې د هغه سړي ویډيو چې دولفین یې پر اوږو دی او له سمندره تښتي په میلیونونه ځله کتل شوې.

هغه کس چې په یوه ویډیو کې یې دولفین پر اوږه دی او له سمندره د تېښتې حال کې دی د چين د ګوانګدونګ ښار د پولیسو له لوري تر څارنې لاندې نیول شوی.

د بیتما خبري سایټ د راپور له مخې، داسې اټکل کېږي چې دغه سړي دولفین په موټر کې اچولی او سیمه یې پرېښې.

د عیني شاهدانو په خبره، دولفین د هېلینګ ټاپو وچې ته اوبو راوړی وو داسې ښکارېده چې دولفین مړژواندی دی.

ځايي چارواکي وایي که تورن کس ونیول شي، نو محکمې ته به یې وسپاري.

د چين د ملي امنیت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، مسؤولین دا پېښه څاري او هم یې له خلکو غوښتي که په دې اړه په کوم څه پوهېږي له پولیسو سره دې په اړيکه کې شي.

په خبرپانه کې راغلي: "په چين کې د دولفینونو ساتنه کېږي د دغه سړي د نیول کېدو په صورت کې به نوموړي ته سزا واورول شي".

د پېښې دا ویدیو چې د مې میاشتې په لومړۍ نېټه خپره شوې په خواله رسنیو کې له شپږ میلیون ځلې ډېره کتل شوې ده.

دې ویډیو په چین کې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو غوسه پارولې، د ټولنیزو رسنیو یوه کاروونکي لیکلي، نه پوهېږم د هغه چا سزا باید څه وي چې داسې کار کوي.

بل کاروونکي زیاته کړې:

"که دومره زړور یې ورشه یو نهنګ له سمندره غلا کړه چې څه درسره کوي: " دولفین په خپل حال پرېږده".