د هند فلمي ستورې سري دېوي د زړه حملې له کبله مړه شوې
منځپانګه نه شته
په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي سي د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.د پوسټ Facebook پای
د بالیووډ فلمي ستورې سري دېوي د زړه د حملې له امله د ۵۵ کلونو په عمر په دوبۍ کې مړه شوې ده.
د هندوستان د خبري اژانس (پريس ټرسټ اف انډیا) د خبر له مخې، سري دېوي د یوه واده په مراسمو کې د ګډون لپاره له خپل مېړه بوني کپور او خپلې لور خوشي سره دوبۍ ته تللې وه.
سري دېوي په ۱۹۶۳کال د اګسټ په ۱۳مه د هند په تامل ناډو سیمه کې زېږېدلې وه او په ۱۹۷۸ کال کې فلمي نړۍ ته راغله چې لومړی فیلم یې هم (سولهوان ساون) نومېږي.
نوموړې کابو ۵ لسیزې د هند سینما کې مخکښ رول ولوباوه. ټولټال یې په ۳۰۰ فلمونو کې کار کړی چې وروستی فلم (مام) به یې د هغه تر مړینې وروسته بازار ته ووځي.
سري دېوي او افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images
په خدا ګواه کې د امیتاب بچن ترڅنګ د افغانانو په توګه د فلم مخکښ رول لوبولی و، چې ځینې برخې یې افغانستان کې هم جوړې شوې وې.
سري دېوي د بالیووډ هغو ګوتو په شمېر ښځینه اداکارانو کې وه، چې له نارینه اتل پرته یې هم فلمونه له سوداګريز پلوه د بري لوړو پوړیو ته رسولي دي.
اغلې دېوي په ۱۹۹۶ کال کې له فلمي پروډیوسر بوني کپور سره واده وکړ.
له سري دېوي دوه لوڼې خوشي او جهانوي کپور پاتې شوې دي.

د عکس سرچینه، Chandni Movie/Yashraj Films
د هغې د نامتو فلمونو په ډله کې خدا ګوا، چاندني، لمحې، مسټر انډیا او نګینه فلمونه شامل دي.
نوموړې پر هندي فلمونو سربېره د هندوستان په تامیل، تلیګ، ملایم او کنناډا ژبو فلمونو کې هم رول لوبولی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۲۰۱۳ کال کې سري دېوي ته د هند د حکومت له خوا د (پدما شري) مډال هم ور کړل شوی دی. هغې پخپل ژوند کې څو نور ایوارډونه هم تر لاسه کړي دي.
هغې چې کله په ۹۰ لسیزه کې له خپل فلمي ژوند سره خدای پاماني وکړه، نو لامل یې دا و چې فلمونو یې چندان بازار نه درلود، خو چې کله بېرته فلمي نړۍ ته راستنه شوه، نو پخپله اداکارۍ یې یو ځل بیا غوغا جوړه کړه.
پر خواله رسنیو د اغلې دېوي د مرګ خبر په خپرېدو سره د هغې ډېر شمېر مینه والو، فلمي ستورو او سیاسي شخصیتونو خواخوږي ښودلې ده.
غبرګونونه
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د سري دېوي پر مړینې خواشیني ښودلې او هغه یې د فلمي صنعت یوه مخکښه بللې ده.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2

د پوسټ X پای, 3
فلمي ستورې پریتي زینتا لیکلي، سري دېوي به یې د تل لپاره زړونو کې وي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 4
فلمي ستورې پریانکا چوپړا لیکلي، د خبرو لپاره ټکي نه لرم، د سري دېوي ټولو مینه والو ته خواخوږي او دا یوه توره ورځ ده.
د لندن ښاروال صادق خان وایي، هندوستان ته مې پخپل وروستي سفر کې له سري دېوې سره له لیدنې ډېر خوند واخیست.
د یادې بااستعدادې لوبغاړې او د مړینې د خبر په اورېدو خفه شوی یم.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 5
فلمي لوبغاړي او لارښود جاوید جعفري ليکلي، هک پک شوی یم، بااستعداده او زما د خوښې اداکاره ومړه، فلمي صنعت زیان ولید، تاسو به یادوم.
د هندي سیمنا طنزیه لوبغاړي جاني لېور پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، کله مې چې د سري دېوي د مرګ خبر واورېد، ډېر خفه شوم، کورنۍ ته یې د زړه صبر غواړم.

د عکس سرچینه، TWITTER