د سلمان خان فلم په دريو ورځو کې څه د پاسه يو میلیارد روپۍ ګټلي

د عکس سرچینه، .
د سلمان خان او کترینا کیف نوی فلم "پړانګ ژوندی دی" د تېرې شنبې په ورځ بازار ته وړاندې شو، چې د هند دننه او بهر کې غوغا جوړه کړه.
اصلاً "ټايگر زنده هې" يا پړانگ ژوندى دى فلم، د "اېک ټها ټايگر" يا (یو دانه پړانګ) فلم لړۍ ده.
علي عباس ظفر، چې د دې فلم د کیسې لیکونکی او جوړوونکی دی، وايي دا فلم د جمعې په ورځ د نړۍ په بېلابېلو سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شو.
دغه فلم تر اوسه په هند دننه سینماګانو کې يو ميليارد او ١٤٠ ميليون هندۍ کلدارې ګټلې دي.
په دومره کمه موده کې د یادو عوایدو ګټل د دغه فلم لپاره ښه پیل دی.
دغه فلم تر اوسه د عوایدو له اړخه (ګول مال اګین) ته ماتې ور کړې او نږدی دی بل هندي نامتو فلم (باهو بلي) ته هم ماتې ور کړي.
د سلمان خان "ټایګر زنده هې" فلم له هند څخه بهر په امریکا، استرالیا، نیوزیلنډ او عربي هېوادونو کې هم تود بازار لري.
دغه فلم تېره ورځ یوازې په امریکا کې نیم میلیون ډالر ګټه کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا د سلمان خان درېیم فلم دی چې پرله پسې ښه چلېږي.
په ۲۰۱۵ کال کې (بجرنګي بایي جان) فلم ۸.۱ میلیون ډالر ګټلي دی. دوه کاله مخکې (پریم راتن دهان پایو) فلم ۴.۳ میلیون ډالر ترلاسه کړي وو.
د (ټایګر زنده هې) فلم ښه چلېدل به سلمان خان ته ډېره ښه پایله ولري او هغه ته به د زړه ډاډ ور کړي ځکه په ۲۰۱۷ کال کې د سلمان خان (غبرګونی یا ډوپلیکېټ) فلم ښه و نه چلېد.
د یادولو ده چې د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت په دغه هېواد کې د سینماګانو پر پرده د "ټایګر زنده هی"، فلم ښودو ته اجازه نه ده ور کړې.
د دې لپاره چې په دغه فلم کې سلمان خان د هندي څارګرې ادارې (را) او کترینه کیف د پاکستان د څارګرې ادارې (ای، ایس، ای) د جاسوسانو رولونه لوبولي او دواړه له یو بل سره مینه لري.
د پاکستان د فلم ارزونې (سانسور) بورډ مشر مبشر حسن له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، دا کار د فلم ارزونې د مرکزي بورډ په سپارښتنه شوی دی.










