د لندن مشهور مادام تساو موزیم اوس ډیلي کې

سلمان خان

د عکس سرچینه، Madame Tussauds

د عکس تشریح، د ممثل سلمان خان مجسمه چې د بایسکل چلولو په حال کې لیدل کېږي.

د لندن مشهور مادام تساو موزیم چې د مومي مجسمو له کبله مشهور دی اوس یې د هند پلازمېنې ډیلي کې یوه څانګه پرانیستې ده.

د نوي ډیلي دغه موزیم کې د هند او نړۍ ۵۰ مشهورو شخصیتونو مومي مجسمې نندارې ته ایښې دي. موزیم کې د بالي ووډ فلمي ممثلینو، مشهورو هندي لوبغاړو او لومړي وزیر نرېندرا مودي د مجسمو تر څنګ مهاتما ګاندي مجسمه هم نندارې ته ایښې ده.

دغه موزیم د ډیلي تاریخي کناټ پېلس ودانۍ کې جوړ شوی دی. موزیم ته د ننوتو لپاره له لویانو ۹۶۰ او له ماشومانو ۷۶۰ روپۍ اخیستل کېږي.

مادام تساو د لندن تر څنګ واشنګټن، نیویارک، امسټرډم، برلین، بینکاک، توکیو او بیجینګ کې هم څانګې لري او د نوي ډیلي څانګه یې ۲۳ مه هغه ده. د جمعې پر ورځ د ډیلي ځانګې دروازې د نندارچیانو پر مخ پرانیستلې شوې.

د ځغاستې هندی لوبغاړی ملکا سینګ

د عکس سرچینه، Madame Tussauds

د عکس تشریح، د ځغاستې هندی لوبغاړی ملکا سینګ
د فلمي لوبغاړي رنبیر کپور مجسمه

د عکس سرچینه، Madame Tussauds

د عکس تشریح، د فلمي لوبغاړي رنبیر کپور مجسمه
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي مجسمه

د عکس سرچینه، Madame Tussauds

د عکس تشریح، د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي مجسمه
د هالیووډ فلمي ممثلې مارلن منرو مجسمه هم د دغه موزیم برخه ده.

د عکس سرچینه، Madame Tussauds

د عکس تشریح، د هالیووډ فلمي ممثلې مارلن منرو مجسمه هم د دغه موزیم برخه ده.