تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د لندن مشهور مادام تساو موزیم اوس ډیلي کې
د لندن مشهور مادام تساو موزیم چې د مومي مجسمو له کبله مشهور دی اوس یې د هند پلازمېنې ډیلي کې یوه څانګه پرانیستې ده.
د نوي ډیلي دغه موزیم کې د هند او نړۍ ۵۰ مشهورو شخصیتونو مومي مجسمې نندارې ته ایښې دي. موزیم کې د بالي ووډ فلمي ممثلینو، مشهورو هندي لوبغاړو او لومړي وزیر نرېندرا مودي د مجسمو تر څنګ مهاتما ګاندي مجسمه هم نندارې ته ایښې ده.
دغه موزیم د ډیلي تاریخي کناټ پېلس ودانۍ کې جوړ شوی دی. موزیم ته د ننوتو لپاره له لویانو ۹۶۰ او له ماشومانو ۷۶۰ روپۍ اخیستل کېږي.
مادام تساو د لندن تر څنګ واشنګټن، نیویارک، امسټرډم، برلین، بینکاک، توکیو او بیجینګ کې هم څانګې لري او د نوي ډیلي څانګه یې ۲۳ مه هغه ده. د جمعې پر ورځ د ډیلي ځانګې دروازې د نندارچیانو پر مخ پرانیستلې شوې.