د چرچل نیم څکول شوی سیګار په ۱۲ زره ډالرو وپلورل شو

د چرچل سیګرېټ

د عکس سرچینه، RR Auction

د عکس تشریح، پیلوټ وايي ''له چرچل پخواني فرانسوي پوځيان راتاو وو او خبرې یې ورسره کولې.''

د بریتانیا د پخواني لومړي وزیر وینسټن چرچل نیم څکول شوی سیګرېټ د امریکا بوسټن ښار کې په ۱۲ زره ډالرو وپلورل شو.

چرچل د دغه ۴ انچه (۱۰ سانتيمتره) اوږد سیګرېټ نیمه برخه د ۱۹۴۷ کال مې میاشتې پر ۱۱مه د فرانسې پاریس لوبورجیه پر هوايي ډګر څکولی و.

سیګرېټ د چارشنبې په شپه د امریکا بوسټن ښار کې بولۍ ته وړاندې شو او مشتري یې د فلوریډا ایالت د پالم بیچ ښار د لرغونتوکو یو راغونډوونکی کس و، چې نوم یې ونه ښودل شو.

د چرچل سیګرېټ

د عکس سرچینه، RR Auction

د عکس تشریح، پر سیګرېټ د بریتانیايي مشر نوم هم لیکل شوی او پیلوټ پرې خپل یادښت هم لیکلی دی.

دا نیم څکول شوی سیګرېټ د الان تورنر په نوم یوه پخواني بریتانیايي پیلوټ ساتلی و چې پاریس ته او له پاریسه ددغه سیګرېټ د لېږدولو مسؤولیت یې هم درلود.

پر سیګرېټ د بریتانیايي مشر نوم هم لیکل شوی او پیلوټ پرې خپل یادښت هم لیکلی دی.

پیلوټ وايي ''له چرچل پخواني فرانسوي پوځيان راتاو وو او خبرې یې ورسره کولې.''

دی وايي زیاتوي ''الوتکې ته له ختلو وروسته یې سیګرېټ دانۍ کې سیګرېټ وغورځاوه. پاتې سیګرېټ مې راواخیست او په یوه کڅوړه کې مې له خرابېدو وژغوره.''

په ۲۰۱۵ کال، د چرچل څکولي سیګرېټ بېخ د لندن ښار په یوه بولۍ کې په ۲۰۰۰ پونډه پلورل شوی و.

۲۰۱۶ کال کې د وېنسټن چرچل د کمپاین موټر په دوه میلیونه پوڼده وپلورل شو. دغه موټر چرچل په ۱۹۴۰ کال کې د خپل کمپاین لپاره کاراوه چې اوس د لندن په یوه لیلام کې په ۲۳۲٫۵۲۰ پونډه وپلورل شو.

ډېملر DB18 په لیلام کې امریکا کې یوه مشتري اخیستی

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، ډېملر DB18 په لیلام کې امریکا کې یوه مشتري اخیستی