د چرچل د کمپاین موټر په دوه میلیون پونډه

د بریټانیا د پخواني لومړي وزیر وسټن چرچل د کمپاین موټر په دوه میلیونه پوڼده وپلورل شو. دغه موټر چرچل په ۱۹۴۰ کال کې د خپل کمپاین لپاره کاراوه چې اوس د لندن په یوه لیلام کې په ۲۳۲٫۵۲۰ پونډه وپلورل شو.
دا موټر په ۱۹۳۹ کال کې جوړ شوی و او چرچل ته د ۱۹۴۰ او ۱۹۴۹ کلونو په منځ کې د سیاسي کمپاین په خاطر په پور ورکول شوی و.
چرچل په ۱۸۷۴ کال په بلېنېهم ماڼۍ کې زیږېدلی و.
ډېملر DB18 یو له هغو اتو موټرو دی، چې په ۱۹۳۹ کال جوړ شوي وو، خو د جګړې له کبله یې تولید ودرول شو.
په کاونټري کې دغه فابریکه وروسته تر هغه تخریب شوه، چې له ۲۳ پلان شویو موټرو یې ایله اته جوړ کړای شول.

له دغو اتو موټرو پنځه یې د برید پرمهال ویجاړ شول او شاسي ۴۹۵۳۱ ماډل لیلام ته وړاندې شو، چې د ژغورل شویو موټرو یوازېنۍ بېلګه وه.
ډېملر د ۱۹۴۰ او ۱۹۵۰ کلونو ترمنځ موده کې لس کاله وچلېد ا بیا چرچل ته دوه ځلې په پور ورکړل شو.
په دې موټر کې یوډول لاسپیکر ځای پرځای شوي، چې چرچل یې شا ته کښېناته او په ښارونو او کلیوالو سیمو کې به یې خلکو ته له هغه ځایه ویناوې کولې.

د جرمني ابرهارډ تیسن شرکت ددغه موټر په ستنولو او رغولو تر ۱۰۰٫۰۰۰ ډېر پونډه لګولي دي.








