د ښکلا هغه ملکې چې تاجونه یې بېرته ورنه واخیستل شول

د عکس سرچینه، ANWAR AMRO
د بنګله دېش ښکلا ملکې حسن انتل ایورل ته ورکړل شوی تاج بېرته اخیستل شوی دی. په همدې پلمه یو شمېر نورې دغه ډول ملکې یادوو، چې د ښکلا ملکې تاجونه یې له لاسه ورکړي.
د بنګله دېش ښکلا ملکه

پر انتل نعیم تور پورې شوی دی، چې د خپل واده په اړه یې حال نه و ویلی. پلازمېنه ډاکه کې له هغې نه د ښکلا ملکې تاج بېرته اخیستو اعلان وشو.
۲۷ کلنې انتل ایله پنځه ورځې مخکې د 'مس ورلډ بنګله دېش ' ښکلا سیالیو په وروستي پړاو کې بریا ته ورسېده. د معلوماتو پټولو په تړاو نوموړې بي بي سي ته وویل، 'دغې پرېکړې سره ما ماتې نه ده خوړلې، بلکې د بنګله دېش قانون ماتې خوړلې ده '
د سیالیو منتظیمینو ویلي، دغو سیالیو کې داسې ښځې ته د ګډون اجازه نه ورکول کېږي، چې ناسم معلومات یې ورکړي وي.
د ترکیې ښکلا ملکه

د عکس سرچینه، Getty Images
د روان کال سپتمبر کې د ترکیې له ښکلا ملکې هغه مهال لقب بېرته واخیستل شو، چې د هغې یو پخوانی ټویټر پیغام رابرسېره شو. ۱۸ کلنې عطر احسن د پروسږ کال ناکامې پوځي کودتا په اړه خپل ټویټر پیغام کې لیکلي و:
نن ګهيځ مې میاشتنۍ ناروغي پیل شوه. د ۱۵ جولای د شهیدانو د جشن پر مهال. زه د وینې بهولو سره د خپلو شهیدانو جشن لمانځم
له هغه وروسته د ښکلا سیالۍ ادارې چارواکو په یوه اعلامیه کې وویل:
''موږ د عطر د دغه ټویټ له کبله خواشیني یو. زموږ هدف نړۍ ته د ترکیې ورپېژندل دي او د مس ترکيې اداره دغه ډول پیغامونه نه شي ستایلای. ''
د میانمار د ښکلا ملکه

د عکس سرچینه، SHWE EAIN SI
د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر پر لومړۍ نېټه له مس ګرانډ میانمار ۱۹ کلنې شیو این سې نه تاج بېرته واخیستل شو. شیو این سې تېره اونۍ یوه ویډیو پر انټرنېټ خپره کړه او په کې پر روهېنګیا سخت دریځو د ناامنۍ رامنځته کولو تور پورې کړی و.
منتظمینو د دغې ویډیو یادونه نه ده کړې، خو ویلي یې دي، چې شیو له هوکړې سر غړونه کړې او رویه یې د رول ماډل په څېر نه ده. خو دوې ورځې وروسته شیو وویل چې د ویډیو له کبله ورنه تاج اخیستل شوی دی او دا یې هم ویلي، چې له دې کبله خواشینې نه ده.








