څنګه خپل ماشومان د جګړو له رواني اغېزو وژغورو؟

ماشومان د لوبو پر مهال لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جګړې پر ماشومانو خورا سختې رواني اغېزې پرېږدي، که چیرې ورسره په سمه لاره چلند ونه شي.
    • Author, عاطف عبد الحميد
    • دنده, بي بي سي
  • د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

جګړې د ماشومانو لپاره تر ټولو سختې تجربې دي، ځکه چې دا د دوی د امنیت احساس اغېزمنوي، رواني وده یې ګډوډوي او داسې نښې پرېږدي چې ښايي کلونه دوام وکړي. همدا لامل دی چې موږ د هغو رواني اغېزو په اړه څېړنه وکړه چې ماشومان یې اغېزې ګوري، په ځانګړې توګه چې له ایران سره د امریکا او اسرائیلو د روانې شخړې پر مهال یې تجربه کوي.

د جګړو او وسله والو نښتو پر مهال، ماشومان ښايي د خطر زنګونه، د ډزو او چاودنو غږونه او په هوا کې د جنګي الوتکو او توغندیو غږونه واوري. پر دې سربېره، د تلویزیون پر پردو او پر انټرنیټي ویډیوګانو کې د ویجاړۍ، ورانۍ او بمبارۍ لیدل هم پر دوی اغېزه پرېباسي.

ماشومان د جګړې له امله د لا ډېرو سختو او تاوتریخجنو تجربو سره مخ کېدلی شي، چې په هغه کې د بې ځایه کېدو (کډوالۍ) تجربه هم خورا ترخه ده.

بي بي سي د هغو مهمو رواني خطرونو یادونه کوي چې ماشومان د جګړو او وسله والو شخړو له امله ورسره مخ کېږي، او هغه منفي رواني اغېزې چې ښايي له دغو ترخو تجربو وروسته تر ډېرو کلونو پر دوی پاتې شي.

د ماشومانو او نوو ځوانانو د رواني ناروغیو متخصص، محمد جمال، بي بي سي ته وویل: "دا مهمه ده چې له ماشومانو د دوی د احساساتو په اړه وپوښتئ او له دوی سره مرسته وکړئ چې هغه درته واوروي، ان که د چیغو او ژړا له لارې هم وي خو چې له اخلاقي پولو بهر نه وي." دا کار د ماشومانو د رواني روغتیا د ساتلو لپاره د دوی د احساساتو د تاییدولو په موخه اړین دی.

د "سپرنګر نیچر لینک" علمي پاڼې د څېړنو له مخې، هغه ماشومان چې د خطر زنګونه اوري، چاودنې ویني، یا بې ځایه کېده تجربه کوي، که مناسب رواني ملاتړ ورته ونه رسیږي، د اضطراب، د خوب د ګډوډۍ، د وېرې د بریدونو او ان له صدمې وروسته فشار (PTSD) سره ډېر مخ کېږي.

د خطر زنګونه

جمال وايي: "زه تل لویانو ته مشوره ورکوم چې د خطر زنګ د غږېدو پر مهال تر خپله وسه ارامتیا وساتي، ځکه چې د ماشومانو لخوا د دوی ارام لیدل د کشرانو فشار کموي او په دوی کې دا احساس پیدا کوي چې څوک شته چې د دوی ساتنه وکړي."

هغه زیاتوي: "موږ اړتیا لرو چې د دغو غږونو له اورېدو وړاندې ورته دا روښانه کړو چې باید څه وکړو. موږ کولی شو ماشومانو ته په ساده او اسانه ډول د وضعیت په روښانولو پیل وکړو، د بېلګې په توګه ورته ووایو: اوس په فضا کې توغندي شته، نو دا ستاسو حق دی چې اندېښمن شئ او وېره احساس کړئ."

هغه د ماشومانو لپاره د امنیتي پلان پر اړتیا ټینګار وکړ چې په هغې کې ډېر څه راځي، لکه پناه ځایونو ته تلل، او دا چې په خوندي ځایونو کې د پاتې کېدو پر مهال باید ټول د یو بل لاسونه کلک ونیسي.

وروستیو څېړنو ښودلې چې پرلپسې وېره د ماشومانو د مغز د فعالیت لاره بدلوي او هغوی د ناڅاپي غږونو پر وړاندې ډېر حساس او د مزمن اضطراب ښکار کوي. همدارنګه، د امریکا د ارواپوهنې ټولنې لخوا خپرې شوې څېړنې ښيي چې تکراري صدمې ښايي پر احساساتي او ټولنیزې ودې اغېزه وکړي او که په سمه توګه یې درملنه ونشي، اغېزې یې تر کلونو پاتې کېږي.

توفیق ناروز، چې د ارواپوهنې متخصص او د بریتانیا د رواني څانګې ډاکټرانو د شاهي کالج غړی دی، بي بي سي ته وویل: "ماشومان په سیاست او د جګړو په لاملونو نه پوهیږي، خو د دوی مغز وېره ثبتوي. هغه رواني اغېزې چې موږ یې نن نه وینو، که نن یې ساتنه ونشي، په راتلونکي کې په اضطراب او رواني ګډوډیو بدلېدلی شي."

هغه ټینګار وکړ چې د جګړې د رواني اغېزو او د ماشومانو د ستونزو په هوارولو کې باید له هرې عمرې ډلې سره د هغوی د عمر په تناسب چلند وشي. هغه وویل چې له ۳ تر ۶ کلونو پورې ماشومان: "د خطر زنګ او مخامخ ګواښ ترمنځ توپیر نشي کولی. وېره د یوه جسدي احساس په توګه ذخیره کېږي او ښايي وروسته د بدو خوبونو، ناڅاپي ژړا یا په مور او پلار پورې د ډېر عادت او نښلېدو په بڼه راڅرګنده شي."

ناروز د بېلابېلو عمرونو په اړه خپلو خبرو ته دوام ورکړ او هغه یې د ماشومتوب او نوې ځوانۍ په پړاوونو وویشل، چې د جګړې د اغېزو له امله د رامنځته شوې ستونزې په بڼه پوه شو. هغه وویل: "د ښوونځي په عمر کې ماشومان (له ۷ تر ۱۲ کلونو) غږونه او انځورونه د خطر له معنا سره تړي او په صدمه (Anticipatory trauma) کې ژوند کوي. د خطر زنګونو او چاودنو تکرار ان د بمبارۍ په نشتوالي کې هم د ناامنۍ دایمي احساس رامنځته کوي."

کنټرول او د فشار حق

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امریکا او اسرائیل د ایران پر ضد جګړه پر مخ وړي، په داسې حال کې چې تهران د توغندیو په ویشتلو سره ځواب ورکوي چې د خلیج یو شمېر هېوادونه یې هم په نښه کړي دي.

وروستۍ څېړنې ښيي چې ساده او مخامخ خبره د اضطراب کچه راکموي او ماشوم ته د حالت د کنټرول احساس ورکوي، چې دا کار د جګړې پر مهال هغه لږ تر لږه تر فشار لاندې راولي.

محمد جمال وویل: "دا هم مهمه ده چې ماشومانو ته ځینې ساده دندې وسپارو، لکه هر یوه ته د یو شي د ساتلو مسؤلیت ورکول، لکه د یوې نانځکې یا د اوبو بوتل، چې دا ورته د چارو د کنټرول احساس ورکوي او فشار یې کموي."

هغه د بمبارۍ پر مهال د ماشومانو د احساساتو له څرګندولو سره پر مرستې ټینګار وکړ او ویې ویل چې له هغوی وپوښتئ چې د ډزو او توغندیو لیدلو پر مهال یې څه احساس کاوه. "دوی ته ډاډ ورکړئ چې د فشار او وېرې د احساس حق لري، ځکه چې احساسات له خطره د خلاصون لپاره د ګام پورته کولو لومړنی خبرداری دی."

خبري خپرونې

جمال سپارښتنه کوي چې ماشومان دې خپل احساسات د لیکنې او رسامۍ له لارې وباسي او لویان دې د هغوی لیکنې او انځورونه وګوري او د هغوی د وېرې او اضطراب احساسات دې تایید کړي. هغه زیاته کړه چې باید د خبرونو لیدل کم شي، او که امکان ولري په بشپړ ډول دې بند شي.

هغه پر دې هم ټینګار وکړ چې ماشومانو ته باید وویل شي چې خوندي ځایونه لکه پناه ځایونه په دقت سره زموږ د ساتنې لپاره جوړ شوي او کورنۍ د دوی د ساتنې لپاره ورسره دي. د جمال په وینا، باید د روښانولو لاره د ماشوم له عمر سره برابره وي او له مبالغې او ډارولو ډډه وشي، لکه دا ویل چې موږ به مړه شو یا دا بمبارۍ به موږ له منځه یوسي. همدارنګه باید وضعیت ډېر ساده هم ونه ښودل شي.

هغه وویل چې تر لسو کلونو پورې ماشومانو ته باید خبره په اعتدال او خورا سادګۍ سره و شي، لکه د یوې کیسې په بڼه چې د دوو پاچاهیو ترمنځ جګړه شوې او هر یو خپل ځناور د بل د برید لپاره را ایستلي دي.

خبرونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، رواني ډاکټران سپارښتنه کوي چې د شخړو پر مهال د ماشومانو په شتون کې د خبرونو لیدل کم شي، او که شونې وي په بشپړ ډول ترې ډډه وشي.

بې ځایه کېدل (کډوالي)

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کډوالي او بې ځایه کېدل د هغو تر ټولو سختو تجربو څخه ګڼل کېږي چې ماشومان یې د جګړو له امله ګالي.

له کوره بې ځایه کېدل د ماشومانو لپاره یو له تر ټولو دردناکو تجربو بلل کېږي، ځکه چې دا د هغه ځای له لاسه ورکول دي چې ورته امنیت او یادونه وربخښي. ماشوم ښايي د ورکېدو، غوسې یا خپګان احساس وکړي.

"سپرنګر نیچر لینک" وايي چې ان په نوي ځای کې هم تر خپله وسه د ورځنيو عادتونو ساتل، د ماشومانو لوبو ته هڅول، او هغوی ته د رسامۍ، خبرو یا لیکنې له لارې د احساساتو څرګندولو فرصت ورکول د کډوالۍ له صدمې د هغوی په رغیدو کې مرسته کوي.

په تېرو څو کلونو کې د غزې، سوریې، سودان، لبنان او یمن په ګډون په ټوله عربي نړۍ کې په سلګونو زره خلک، چې ماشومان او ښځې هم پکې دي، له خپلو کورونو په زور بې ځایه شوي دي.

ناروز وویل: "په زوره بې ځایه کېدل یوازې د کور له لاسه ورکول نه دي، ورسره د ټیکاو د احساس له لاسه ورکول هم دي. په ماشومانو کې دا کار ښايي د جلاوالي اضطراب او د هویت ګډوډۍ لامل شي." هغه زیاته کړه: "جګړې ښايي د قربانیانو په شمېر اندازه شي، خو د هغوی ریښتینې اغېزه د هغو ماشومانو په شمېر اندازه کیږي چې په دې احساس را لوی شوي چې نړۍ یو ناامنه ځای دی."

ماشومان په کباړ شوې شوبله کې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، باید له ماشومانو سره مرسته وشي چې هغه احساسات روښانه کړي چې د بمبارۍ پر مهال ورته پیدا شوي وو.

په تېرو څو کلونو کې منځني ختیځ د څو وسله والو نښتو شاهد وه، چې تر ټولو لویه یې پر غزه جګړه ده چې له امله یې له ۶۷ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي، چې د غزې د روغتیا وزارت په وینا یو پر دریمه برخه یې ماشومان او نوي ځوانان دي. همدارنګه دا سیمه اوس مهال د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د جګړې شاهده ده، چې د تېر جون په میاشت کې پر ایران د اسرائیلو له بریدونو وروسته پیل شوې ده.

جمال ټینګار وکړ چې د بې ځایه کېدو له امله له منفي رواني اغېزو په ژغورلو کې ماشومان له سختو ستونزو سره مخ دي. هغه وویل چې کولی شو ماشومانو ته ووایو چې: "موږ کولی شو دا نوی ځای جوړ کړو او خپل پخواني کور ته یې ورته تیار کړو."

ماشوم باید له ځان سره یو نانځکه یا کوم بل شی له پخواني کوره واخلي، لکه هغه کلۍ چې فلسطینیان یې د کډوالۍ پر مهال له ځان سره ساتي. دا شی د ماشوم او کور ترمنځ یو دایمي تړاو پاتې کېږي.

ناروز وویل: "نوي ځوانان په هغه څه پوهیږي چې پېښیږي، خو د هغوی د بدلولو توان نه لري، چې دا کار هغوی د غوسې، خپګان یا خطرناک چلند پر وړاندې ډېر حساسوي. دلته صدمه ښايي سم لاسي ښکاره نشي، خو په خاموشۍ سره رادبره کېږي."

جګړه پر ماشومانو ژورې اغېزې پریږدي، خو د لویانو سم غبرګون کولی شي دا اغېزې خورا کمې کړي. ساده روښانه او پرلپسې ډاډ ورکول، د عادتونو ساتل او د احساساتو څرګندولو لپاره د خوندي ځای برابرول تر ټولو مهمې لارې دي چې ماشوم سره د وېرې او صدمې په تېرولو کې مرسته کوي.