اوکرایین کې وسلهوال روبوټونه د جګړې ډګر ته ځي

د عکس سرچینه، Tencore
د روسیې د پراخ یرغل له پیل راهیسې، د اوکرایین جګړه په یوه لوړه ټکنالوژیکه جګړه بدله شوې ده. د جاسوسۍ او بریدګرو بېپېلوټه الوتکو د اوکرایین اسمان نېولی او له چلونکي پرته کښتیو په تور سمندر کې د روسیې سمندري ځواک ته سخت زیانونه اړولي دي.
اوس اوکرایین د ځمکې پر سر د وسلهوالو روبوټونو د کارولو لپاره یو لوی پروګرام پیل کړی دی.
بېپیلوټه ځمکني وسایلو (UGVs) چې د اوکراییني پوځ په اصطلاح کې د ځمکني روباټ سیسټمونه بلل کېږي، لا دمخه خپل ارزښت ثابت کړی دی.
راپورونه وايي، دې روبوټونو د روسي ځواکونو ځینې بریدونه شنډ کړي او ان د دوښمن سرتېري یې ژوندي نېولي دي.
همداراز ویل کېږي چې د اوکرایین او روسیې بریدګر روبوټونه ان داسې وخت هم یو له بل سره جنګېدلي چې د جګړې په ځای کې هېڅ انسان نه و.
د اوکرایني پوځ د K2 لوا یو افسر الکساندر افاناسیف وايي:
"د روبوټونو جګړې لا له مخکې روانې دي."
نوموړی د دې لوا د بېپیلوټه ځمکنیو وسایطو د کنډک قومندان دی او وايي، دا په نړۍ کې د خپل ډول لومړی کنډک دی.
د دې لوا له لارو یوه دا ده چې د روبوټونو پر سر د کلاشینکوف ټوپکونه نصب کړي.
افاناسیف وايي: "دا روبوټونه په داسې جګړهییز ډګر کې ډزې کوي چې یو پیاده سرتېری هلته له تګ وېرېږي. خو UGV هلته جنګېږي."

د عکس سرچینه، Devdroid
د هغه کنډک داسې بېپیلوټه روبوټونه هم کارولي چې له چاودېدونکو موادو ډک وي او پر بیټرۍ چلېږي. دا روبوټونه د دوښمن مورچلونه او پټځایونه الوځوي.
د هوايي ډرونونو خلاف دا روبوټونه بېغږه مزل کوي او دتر برید وړاندې دوښمن په اسانۍ نه خبرېږي.
د اوکرایین د ۳۳مې جلا میخانیکي لوا د ټانک کنډک مرستیال قومندان چې د "افغان" په نوم پېژندل کېږي، ادعا کوي چې یو اوکراییني روبوټ چې ټوپک یې درلود، د روسیې د پوځ یو زغرهوال موټر د کمین پرمهال نېولی. هغه همدارنګه وايي، یو بل روبوټ څو اوونۍ د اوکرایین له یوې پوستې دفاع کړې ده.
افغان مني چې د جګړې په ډګر کې د دې وژونکو روبوټونو خپلواکي محدوده ده او وايي، ډېر محدودیتونه په لوی لاس د اخلاقي اصولو او نړیوال بشري قانون له امله لګول شوي دي.
هغه وايي: "اوسني UGV روبوټونه نیمهخپلواک دي. دوی کولی شي پهخپله حرکت وکړي، چاپېریال وڅاري او دوښمن معلوم کړي خو د ډزو وروستۍ پرېکړه بیا هم انسان، یعنې د هغوی چلوونکی کوي."
هغه زیاتوي: "روبوټونه ښايي په پېژندنه کې تېروتنه وکړي او یا پر ولسي وګړو برید وکړي. له همدې امله وروستۍ پرېکړه باید د انسان لهخوا وشي."
دا مانا لري چې په ډېرو مواردو کې په جګړه کې همدا وسلهوال روبوټونه د انسانانو لهخوا د انټرنېټ له لارې له خوندي واټنه کنټرولېږي.
د اوکرایین ځینې مرګوني روبوټونه د ټوپکو تر څنګ د لاسيبم ویشتونکي وسلې هم لرلی شي او د ماینونو ښخولو یا د اغزن تارونو د لګولو لپاره هم کارېدلی شي.
خو د اوکرایین ډېر بېپیلوټه ځمکني وسایط لاهم د خپل اصلي کار لپاره چې د اکمالاتو رسول او د ټپي سرتېرو د اېستلو لپاره کارېږي.
د اوکرایین پخوانی لوی قومندان او اوس په بریتانیا کې سفیر والېري زالوژني وايي، ژر به د جګړې په ډګر کې د وسلهوالو روبوټونو کارول وده وکړي.
هغه په لندن کې د چتم هاوس څېړنیز مرکز کې د جګړو د راتلونکي په اړه وینا کې وویل، بریدګر روبوټونه به یوازې نه کارول کېږي، بلکې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته به د ډرونونو د لویو ډلو په بڼه هم وکارول شي.
هغه وویل: "په نږدې راتلونکې کې به موږ ووینو چې لسګونه او ان سلګونه هوښیار او ارزانه ډرونونه به په یو وخت کې له بېلابېلو لوریو له هوا، ځمکې او سمندر بریدونه کوي."

د عکس سرچینه، Devdroid
په دې برخه کې نوښت ډېر مهم بلل کېږي. د هوايي ډرونونو ډېره کارونه جګړه داسې خطرناکه کړې چې د جګړې په ډګر کې د انسان شتون ډېر سخت شوی دی. له همدې امله د اوکرایین د "وژنې سیمه" تر تماس کرښې شاوخوا له ۲۰ تر ۲۵ کیلومترو پورې پراخه شوې ده.
د K2 لوا افسر الکساندر افاناسیف وايي، پلي پوځیان بدیل نه لري خو "باید د بېپیلوټه ځمکنیو روبوټونو (UGVs) لهخوا یې ملاتړ وشي."
هغه زیاتوي: "اوکرایین روبوټونه له لاسه ورکولی شي، خو د جګړې لپاره د چمتو سرتېرو له لاسه ورکول نهشي زغملی."
اوکرایینی پوځ د سرتېرو له جدي کمښت سره مخ دی او د وژل شوو سرتېرو پر ځای د نوو کسانو جذبول ورځ تر بلې ستونزمن کېږي.
روسیې هم د جګړې لپاره ځمکني روبوټونه جوړ کړي دي، لکه کوریر نومی روبوټ. د روسي رسنیو د راپورونو له مخې دا روبوټ اورغورځوونکي وسلې، درنې ټوپکماشینونه چې عموماً په ټانکونو کې کارېږي، سره سمبالېدی شي او تر پنځو ساعتونو پورې په خپل سر کار کولی شي.
روسي پوځ همدارنګه یا "چنګښه" نومي بېپیلوټه وسیله کارولي چې د اوکراییني ځواکونو مورچلونه الوځوي.
د اوکرایین او روسیې د بریدګرو روبوټونو ترمنځ مستقیمې نښتې ډېر ژر پېښېدلی شي، ځکه د دواړو لورو د روبوټونو په شمېر او وړتیاوو کې پرمختګ راروان دی. دا خبره د اوکرایین د UGV جوړونکي ډیوډرایډ شرکت مشر یوري پوریتسکي کوي. د هغه شرکت تېر کال پوځ ته سلګونه "بریدګر روبوټونه" جوړ کړي وو.
هغه وايي: "ژر یا وروسته به داسې حالت راشي چې زموږ بریدګر روبوټ به د جګړې په ډګر کې د هغوی له روبوټ سره مخامخ شي. د روبوټونو جګړه ښايي د ساینسي تخیل په څېر واوسي، خو د جګړې ډګر کې هېڅ شی خیالي نهدی. دا حقیقت دی."
د هغه شرکت اوس پر داسې سیستم کار کوي چې که د روبوټ او چلوونکي ترمنځ اړیکه پرې شي، نو روبوټ بېرته خپل ځای ته راستون شي.
په راتلونکې کې دوی غواړي داسې روبوټونه جوړ کړي چې په بشپړ ډول په خپل سر یوې ټاکلې سیمې ته ولاړ شي، خپل ماموریت ترسره کړي. لکه د دوښمن د راتلونکو سرتېرو څارنه او که اړتیا وي ورسره جګړه او له ټاکلي وخت وروسته بېرته اډې ته ستانه شي.

د عکس سرچینه، Russian Defence Ministry
یو بل اوکراییني شرکت ټېنکور هم د ځمکنیو روبوټونو جوړولو کې بوخت دی. دغه شرکت په ۲۰۲۵ کال کې د اوکرایین پوځ ته له دوو زرو ډېر روبوټونه جوړ کړي وو.
د دې شرکت مشر ماکسیم واسیلیچینکو تمه لري په ۲۰۲۶ کال کې غوښتنه شاوخوا ۴۰ زرو روبوټونو ته لوړه شي چې لږ ترلږه له۱۰ تر ۱۵ سلنه به یې په وسلو سمبال وي.
هغه وايي: "بریدګر روبوټونه به د جګړې یوه نه بېلېدونکې برخه شي، هو په دې کې هېڅ شک نشته."
واسیلیچینکو باور لري چې په راتلونکې کې به روبوټونه ان د انسان په بڼه جګړه کوي.
هغه وايي: "هغه وخت به دا د ساینسي تخیل خبره نه وي."


























