امریکا د طالبانو حکومت د "ناقانونه نیونو د ملاتړو" هېوادونو نوملړ کې ځای کړی

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، په افغانستان کې د طالبانو حکومت د هغو دولتونو په نوملړ کې شامل کړی چې د "غیرقانوني نیونو ملاتړ" کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو له طالبانو حکومته غوښتي چې ، د ډینیس کویل او محمود حبیبي په ګډون، ټول هغه امریکايي وګړي چې "په ناحقه" نیول شوي ژر تر ژره خوشې کړي.
ښاغلي روبیو د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي: "طالبان لا هم د سیاسي امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره له ترهګریزو تاکتیکونو کار اخلي، خو دا کار به د دې ادارې (حکومت) تر نظر لاندې پایله ورنه کړي."
د دوشنبې پر ورځ (د مارچ ۹مه / د کب ۱۸مه) د مارکو روبیو په کوربه توب د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د "د متحده ایالاتو د یرغمل شویو او ناقانونه بندیانو د ورځې" مناسبتي مراسم و شول. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر په دې مراسمو کې وویل چې امریکایان باید په راتلونکي کې د سوداګرۍ د یوې وسیلې په توګه ونه کارول شي. هغه زیاته کړه چې دا لړۍ باید ودرول شي او همدا لامل دی چې د غیرقانوني نیونو د ملاتړو هېوادونو نوملړ رامنځته شوی دی. نوموړي ویلي چې افغانستان کې د طالبان حکومت لا هم له ترهګریزو تکتیکونو، سړي تښتونې، باج اخیستنې او د سیاسي امتیازاتو له ترلاسه کولو ګټه پورته کوي.
'د یرغمل نیونې ډیپلوماسي'

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د نیونو دوام ښيي چې افغانستان ته سفر کول د امریکایانو لپاره خوندي نه دی او طالبان باید "د یرغمل نیونې ډیپلوماسۍ" ته د پای ټکی کېږدي. هغه زیاته کړه، تر هغو چې ټول په ناحقه نیول شوي امریکایان خپلو کورونو ته راستانه نشي، د دوی هڅې به ونه درېږي.
د بندیانو په چارو کې د ډونلډ ټرمپ ځانګړي استازي، اډم بولر د دغه دریځ په غبرګولو سره خبرداری ورکړی چې امریکا به نور هیڅ داسې هېواد ونه زغمي چې وګړي یې یرغمل کړي. هغه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: "موږ طالبانو ته ویلي چې د یرغمل نیونې ډیپلوماسي د منلو وړ نه ده. موږ دا خبره په جدي ډول مطرح کړې ده." د ښاغلي ټرمپ استازي ګواښ کړی که طالبان له دغو اقداماتو لاس وانخلي، له "سختو پایلو" سره به مخ شي.
رویټرز خبري اژانس د دوو باوري سرچینو له قوله راپور ورکړی چې متحده ایالات د هغه لیکوال پاول اوربي د جسد پاتې شوني هم غواړي چې وروستی ځل په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان او پاکستان پولې ته نږدې لیدل شوی و.
د امریکا د حکومت دا نوی ګام ښايي د دې لامل شي چې د امریکايي پاسپورټ لرونکو وګړو ته افغانستان ته سفر کول منع شي. اوسمهال دا ډول محدودیت یوازې پر شمالي کوریا لګول شوی دی. مارکو روبیو د فبرورۍ پر ۲۷مه پر ایران هم د سفر محدودیت اعلان کړ. ایران لومړنی هېواد و چې د سپټمبر په میاشت کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د لاسلیک شوي اجرایوي فرمان له مخې د غیرقانوني نیونو د ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې شامل شو. هغه خبرداری ورکړی و چې متحده ایالات د امریکايي وګړو د نیول کېدو له امله پر ایران سفر محدودولی شي، خو تر اوسه کوم رسمي محدودیت نه دی لګول شوی دی.
'د افسوس وړ پرېکړ'
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د امریکا دغه تازه پرېکړه د افسوس وړ بللې ده. د دغه وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس، ضیا احمد تکل ویلي چې په افغانستان کې د هیڅ هېواد وګړی د معاملې د وسیلې په توګه نه دی نیول شوی. هغه تایید کړه چې ځینې کسان د نافذه قوانینو د ماتولو په تور نیول شوي چې په ډېرو پېښو کې د قانوني پړاوونو له تېرولو وروسته بېرته خوشې شوي دي.
ښاغلي تکل یادونه وکړه چې د طالبانو حکومت په تېر یوه کال کې د ښه نیت له مخې د ځینو امریکايي وګړو د قضیو د حل په برخه کې مثبت ګامونه پورته کړي دي. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دې اړه په بېلابېلو کچو د قطر په منځګړیتوب له متحده ایالاتو سره خبرې اترې شوې دي. ضیا احمد تکل ویلي چې دوی غواړي دا موضوع د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو او مثبت تعامل له لارې حل شي.

د عکس سرچینه، Reuters
ډونلډ ټرمپ یو فرمان لاسلیک کړی چې له مخې یې هغه هېوادونه چې امریکایان "په ناحقه" بندیانوي، د غیرقانوني نیونو د ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې راځي. د طالبانو حکومت تایید کړې چې یو شمېر امریکايي وګړي ورسره بنديان دي، خو د هغوی د شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.
تر دې دمه د قطر په منځګړیتوب د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ څو پړاوه خبرې شوي او یو شمېر امریکايي وګړي خوشې شوي هم دي. د اډم بولر په مشرۍ یو لوړپوړی امریکايي پلاوی، چې د افغان سولې پخوانی استازی زلمی خلیلزاد هم پکې شامل و، د سپټمبر په میاشت کې کابل ته سفر کړی و. د دغه سفر په پایله کې یو امریکايي وګړی، امیر امیري له نږدې یو کال بند وروسته خوشې شو. تر دې وړاندې د تېر کال په مارچ کې هم دغه پلاوي کابل ته سفر کړی و چې په ترڅ کې یې د طالبانو حکومت د ښه نیت په توګه یو بل امریکايي وګړی، جورج ګلزمن خوشې کړی و.
یو له هغو امریکايي بندیانو چې په افغانستان کې دی، افغان-امریکایي محمود شاه حبیبي دی چې د طالبانو حکومت چارواکو مخکې د هغه نیول رد کړي وو. ښاغلی حبیبي په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعدې د پخواني مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو څو ورځې وروسته لا درکه شو. بل امریکايي وګړی چې لا هم د طالبانو په بند کې دی، ډینیس کویل دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یې د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. سيبيايس شبکې راپور ورکړی چې ښاغلی کویل د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی او نږدې په یوازې سر بند کې ساتل کیږي. د هغه کورنۍ ویلي چې تر اوسه پر هغه هیڅ تور نه دی لګول شوی.


























