د روهېنګیا ويډيو له امله د ميانمار ښکلا ملکه له خپل لقبه بې برخې شوه

د عکس سرچینه، SHWE EAIN SI
د میانمار د ښکلا ملکې ویلي، په رخاین ولایت کې د تاوتریخوالي په اړه وېډیو کې د ګډون کولو له کبله دې ته د ښکلا د ملکې ورکړل شوی لقب بېرته ترې اخیستل شوی دی.
تېره اونۍ شوی این سي دغه وېډیو پر انټرنېټ خپره کړې وه، او د روهېنګیا سخت دریځي یې په سیمه کې د اړدوړ په رامنځ ته کولو تورن کړي وو.
د ښکلا دغه ۱۹ کلنه ملکه د یکشنبې په ورځ له دغه لقبه بې برخې کړل شوه.
ددغه لقب ورکوونکې ادارې ویلي، هغې په دې کار سره د تړون قوانین مات کړي او د یوې مخکښې نمونې په توګه یې عمل نه دی کړی، خو د خپرې شوې وېډيو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
خو شوی این سي د سې شنبې په ورځ وویل، له هغې نه د ښکلا د ملکې لقب اخیستل د وېډیو پر خپرېدو پورې تړلي دي.
نوموړې پر خپل فیسبوکپاڼې د پوځ له لوري د روهېنګیا ژغورلو ته په اشارې سره لیکلي "هو، شوی این سي د ترهګرۍ په اړه وېډیو چمتو کړه، داسې وېډیو چې راخین کې پوځ روهینګیا ژغولي، خو دغه کار باید د یوې لایقې ښځې د لقب بېرته اخیستو لامل نه وای شوی".
په وېډیو کې د ښکلا دغې پخوانۍ ملکې پر فیسبوک پاڼې تېره اونۍ لیکلي وو: "د روهینګیا ژغورنې پوځ په بریدونو کې د "خلافت اسلوب" کاروي او تر خپل حد وځي."
شوی این سي چې په انګلیسي ژبه خبرې کوي، سخت دریځي او د هغوی ملاتړي په پروپاګند تورنوي".
په وېډیو کې هغو خبرونو ته اشاره نه ده شوې، چې ګني د میانمار پوځ د روهینګیا لږکیو مسلمانانو پرضد څه ډول جرمونه کړي.

د عکس سرچینه، Reuters
دغه پوځ ـ چې د توکم په له منځه وړلو تورن دی - ویلي یوازې سخت دریځي په نښه کوي.
له تېرې اګست میاشتې راهیسې تر ۵۰۰ زرو ډېر روهینګیا بنګلدېش ته تښتېدلي.
د اګست پر ۲۵مه راخین ولایت کې هغه مهال تاوتریخوالی پیل شو، چې د روهینګیا ژغورنې پوځ سخت دریځو پر ځینو امنیتي مرکزونو بریدونه وکړل، همدا وو چې پوځ یې پر وړاندې بریدونه پیل کړل.
په راخین کې د کلیوالو او د هندوانو په څېر د نورو لږکیو ترمنځ هم تاوتریخوالی پیل شو.










