اکسفورډ پوهنتون د سان سوچي انځور لیرې کړ

د عکس سرچینه، EPA
اکسفورډ پوهنتون د میانمار د مشرۍ انګ سان سوچي هغه انځور لیرې کړی چې نوموړې ته یې د افتخاري سند د ورکړې پر مهال اخیستل شوی و.
پر انګ سان سوچي تور دی چې د روهنګیا مسلمانانو په کړکېچ کې لاس لري.
د میانمار په راخین ولایت کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو له امله شاوخوا ۴۰۰ زره روهنګیایان ګاونډي هېواد بنګله دېش ته کډه شوي دي.
د میانمار مشره له دې امله هم تر نیوکو لاندې ده چې د روهنګیا مسلمانانو په اړه د ملګرو ملتونو د توکموژنې تورونو ته یې رسېدنه نه ده کړې.
د راپورونو له مخې، د اغلې سوچي د لرې کړل شوي انځور پر ځای د یوه جاپانې هنرمن تابلو راځړول شوې ده.
دغه تابلو د جاپاني هنرمند یوشیهیرو تکادا ده.
تر اوسه پورې د انځور د بدلولو لامل روښانه نه دی.
د پوهنتون د اړیکو مسوول بنجامین جونز ویلي، د اغلې سوچي انځور خوندي ځای ته لېږدول شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د میانمار مشره انګ سان سوچي پخواني سیاسي زنداني وه چې په ۲۰۱۵ کال په ټاکنو کې تر بریا وروسته یې ددغه هېواد د چارو واګي په لاس کې واخیستل.
نوموړې په راخین ولایت کې د پوځ او سختدریځي بودایانو له خوا له مسلمانانو سره د کېدونکي تاوتریخوالي د نه مخنیوي له امله تر سختو نړیوالو فشارونو لاندې ده.
د نوبل ګټونکې سوچې تېره اونۍ پخپلو څرګندونو کې د بشر حقونو تر پښو لاندې کول وغندل خو د میانمار د پوځ پر کړنو او همدارنګه د روهنګیا مسلمانانو د توکموژنې د شته ادعاوو په اړه یې څه ونه ویل.
انګ سان سوچي په ۱۹۷۶ کال له پوهنتونه فارغه شوې چې په ۲۰۱۲ کال کې ورته اکسفورډ پوهنتون افتخاري سند هم ور کړی و.








