ملګري ملتونه: انګ سان سوچي له روهنګیا مسلمانانو ملاتړ نه دی کړی

.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، یانګي لي وايي، د میانمار رهبرې له مسلمانانو سره کېدونکی تاوتریخوالی نه دی غندلی

په میانمار کې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو راپور ورکوونکې (یانګي لي) وايي، اغلې سوچي له مسلمانانو سره کېدونکى زور زیاتی نه دی غندلی.

د ملګرو ملتونو چارواکي وايي، په تېرو لسو ورځو کې په میانمار کې د روهنګیا مسلمانانو ۸۷ زره کورونه سوځول شوي او هغوی بنګله دېش ته کډه شوي دي.

اغلې لي پخپل راپور کې وايي، د انګ سان سوچي لانجمن موقف درک کولای شي، خو دا خبره هم ده چې هغې تر اوسه له روهنګیا مسلمانانو سره کېدونکی زور زیاتی نه دی غندلی.

مېرمن لي زیاته کړې، د میانمار ځواکونو هغه ادعا نه شي تاییدولی چې وايي، روهنګیا مسلمانانو خپلو کورونو ته پخپله اور اچولی او کډوال شوي دي.

مخکې د ملګرو ملتونو یوه پلاوي له میانماره غوښتي و چې پر لږکیو مسلمانانو لګولي بندیزونه له منځه یوسي.

دغه پلاوی چې د ملګرو ملتونو پخوانی سرمنشي کوفي عنان یې مشري کوله، ویلي، د میانمار حکومت باید د راخين یا روهنګیا ایالت اوسېدونکو ته په هېواد کې د اوسېدنې حق او د تابعیت ور کولو شرایط برابر کړي.

دغه پلاوي ویلي وو، د روهنګیا مسلمانان په نړۍ کې تر ټولو ستر اقلیت دی چې د کوم هېواد تابعیت نه لري.

.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، انګ سان سوچي د میانمار رهبره ده

د راخین ایالت د برما یا میانمار په لوېدیځ کې پروت دی چې اوسېدونکي یې بودایان او مسلمانان دي.

د میانمار چارواکي وايي، د راخين مسلمانان چې په روهنګیا مشهور دي، له نورو هېوادونو دغې سیمې ته ورغلي دي او د دوی د هېواد تابعیت نه لري.

د نړۍ هیڅ هېواد چمتو نه دی چې روهنګیا مسلمانان د خپلو وګړو په توګه ومني.

په ۲۰۱۲ کال کې هم په راخین ایالت کې د مسلمانانو او بودایانو ترمنځ د نښتو راپورونه ور کړل شول چې ډېره مرګ ژوبله یې لرله.

بودايي سختدریځو ویلي، مسلمانان به ډېر ژر په راخین ایالت کې په ډېرکیو بدل شي، نو ځکه باید له میانماره وشړل شي.

په میانمار کې له روهنګیا مسلمانانو سره پر کېدونکې چلند نړیوالې نیوکې شوې دي.

یو شمېر اسلامي هېوادونو د برما کې له مسلمانانو سره پر کېدونکي چلند د ګډ اقدام غوښتنه کړې ده.

د روان کال په جنورۍ کې د مالیزیا لومړي وزیر نجیب رزاق په کولالامپور کې د اسلامي هېوادونو په سازمان کې وویل، اسلامي هېوادونه دې په برما کې د روهنګیا مسلمانو لږکیو د وضعیت بدلونې لپاره د نړیوال اقدام ابتکار وکړي.

.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په تېرو لسو ورځو کې د زرګونو روهنګیا مسلمانانو کورونه سوځول شوي دي