سعودي پولیسو په ځانګړې نڅا نیولی ځلموټی خوشی کړ

د عکس سرچینه، TWITTER @ahmed
سعودي عربستان هغه ۱۴ کلن ځلموټی خوشی کړ چې په بیروباري سړک کې یې د مکارینا یا ځانګړې نڅا له امله نېولی و.
کله چې خواله رسنیو کې د هغه ویډیو خپره شوه، نو پولیسو ونیو.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه ځوان ژمنه کړې چې بیا به داسې کار نه کوي چې خپل ژوند او د نورو ژوند له خطر سره مخ کړي.
چارواکو د دغه ځلموټي نوم نه دی ډاګیز کړی، خو وايي، د بل عربي هېواد وګړی دی.
د ۴۵ ثانیو ویډیو کې چې تېر کال فېلم شوې ده، نوموړی په جده ښار کې د پنځه لینه سړک د موټرو د تګ راتګ خنډ کېږي.
د سې شنبې په ورځ د دې فېلم له بیا سمولو او په خواله رسنیو کې له ډېر خپرېدلو وروسته پولیسو په مکه معظمه ښار کې دا ځلموټی "د ناسم عامه چلند" له امله د پوښتنو لپاره ور وباله.
په ټوېټر کې د حکومت دا کار "پر ماشومتوب تېری" وبلل شو او د چهارشنبې په ورځ کورنیو چارو وزارت وویل چې دغه ځلموتی یې له لیکلې ژمنې وروسته خوشی کړ.
"د هلک را بللو موخه دا وه چې هغه ته د خپل خوندیتوب او د موټروانانو او لارونیو د خوندیتوب په هکله خبرداری ور کړل شي".
په ساتنپالي یا محافظه کار سعودي عربستان کې د روانې میاشتې په لومړیو کې یو سندرغاړی په کنسرټ کې د نڅا د ځانګړي انداز له امله نیول شوی و.
په دغه هېواد کې د لوېدیځ ساز یا میوزیک او نڅا منع دي.








