خوشیوال: د چارواکو بې غورۍ د ښځو ضد تاوتریخوالی ډېر کړی

ر

د عکس سرچینه، Ahmadshah

د عکس تشریح، د پکتیکا د ښځو چارو مشره وايي، نجونې ښوونځي ته تلل غواړي، خو ډېر ښوونځي یې ودانۍ نه لري.
    • Author, احمدشاه متونوال
    • دنده, ازاد خبریال

د پکتیکا د ښځو چارو ریاست وایي، په دغه ولایت کې اوس هم مېرمنې له ګڼو ستونزو او تاوتریخوالي سره لاس او ګرېوان دي.

د پکتیکا د ښځو چارو رییسه بي بي حوا خوشیوال وایي، د پکتیکا د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ځکه ورځ تر بلې ډېریږي، چې دغې لرې پرتې او "هیرې" سیمې ته د کابل او نړیوالو ادارو "پاملرنه" کمه ده.

د نوموړې په خبره، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی. اجباري ودونه، وژنې، قتلونه، وهل ټکول او دیته ورته نور یې ډېرې بیلګې دي:

"هغه سیمې چې ناامني پکې زیاته ده هغو ته زمونږ لاسرسی هم نه کیږي او هلته د ښځو قتلونه ډېر او مونږ سره دغه پيښې نه ثبتېږي".

اغلې خوشیوال وايي،په روان لمریز کال کې تردې دمه له دوی سره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي اته پيښې ثبت دي: "په دې کې دوه قتلونه دي، چې یو قاتل نیول شوی او د نورو قضیو څېړنې روانې دي".

خوشیوال زیاتوي، په یوسف خېل ولسوالۍ کې څو ښځو ځانونه وژلي دي، خو له دوی سره یې ځکه کره شمېر نشته، چې خپلوانو یې رسمي ادارو ته مراجعه نه ده کړې:

"مونږ عدلي طب نه لرو. په لارو کې د ناامنۍ او کلتوري محدیتونو له امله څوک کابل ته د ښځو د جسدونو وړلو ته زړه نه ښه کوي. زمونږ ډېرې قضیې همداسې بې برخلیکه پاتي کیږي".

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چارواکي وايي، مېرمنې وژل کېږي یا وهل کېږي، خو د څېړنو لپاره یې په دغه ولایت کې عدلي طب نشته.

نوموړې همدراز وویل، چې د پکتیکا پوهنې ته باید زیاته توجو وشي، ځکه نجونې ښوونځیو ته ځي. خو په وینا یې دوی ته ځانګړې لېسې نشته.

"دا زما او د ټولو لپاره د شرم خبره ده، پکتیکا کې زیاتره خلک نجونې ښوونځیو ته پرېږدې خو چې مکتب څلوردیوالۍ او ودانۍ نه لري نو بیا څنګه څوک په دې دویزه ټولنه کې نجونې خلاصه فضاء کې درس ویلو ته پریږدې".

د پکتیکا د ولایتي شورا غړې ټینګار کوي، چې په هره برخه کې باید د دغه ولایت د ښځو لاسنیوی وشي او ظرفیتونه یې هم لوړ شي.

د ولایتي شورا وکیله دیانا وایي، چې پکتیکا کې باید ښځو ته لومړۍ د ښوونې او روزنې برخه کې اسانتیاوې برابرې شي، ځکه په وینا یې همدا یې د ستونزو اواری دی:

"پکتیکا کې د ښځو مدافعین باید په پلازمېنه، ولایتونو او بهر کې روزنه وویني، چې له مخې یې د خپل ولایت لرې پرتو سیمو کې ښځو ته د ژوند د لومړنیو اسنتیاوو او حقونو د ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړي".

اغلې دینا وايې، نو پکار ده، چې دغې برخې ته هم نړیوال او هم افغاني اړوندې ادارې پاملرنه زیاته کړې: "هر ستونزه حل لاره لري، که نړیواله ټولنه او افغان حکومت رښتیا هم پکتیکا کې د ښځو ستونزو اواری غواړي نو کولی یې شي".

د لوستو مېرمنو کمښت

ر

د عکس سرچینه، Ahmadshah

د عکس تشریح، ښاغلی ایاز وايي، پکتیکا کې د ښځو ستونزې له پخوا کمې شوې دي.

د پکتیکا د والي ویاند محمد الرحمن ایاز وایي، د دغه ولایت د ښځو وضعیت د تېر په پرتله نسبتآ ښه شوی، خو لا هم دودیز محدیتونه د ښځو د پرمختګ پر وړاندې خنډ دي.

" اوس مهال د پکتیکا په کچه ۱۵۰ ښځینه ښوونکي شته. د ګیټس په نوم یو پروګرام په پنځو ولسوالیو کې فعال دی ښځې تشویقوي چې په حکومتي ادارو کې کار وکړي. د دوه سوه نورو ښځینه ښوونکو د ګومارلو تشکیل راغلی خو پکتیکا کې دومرې باسواده ښځې نشته او له نورو سیمو پکتیکا ته ښځې نه راځي".

ده وویل، په ټوله پکتیکا کې ۴۰ نرسانې او قابلې په روغتیایي برخه کې په کار بوختې دي: "دوه ایم ډي ډاکټرې لرو او د دې ترڅنګ دوو متخصصو ډاکټرو ته هم اړتیا لرو، چې وبه ګومارل شي".

پکتیکا کې څه باندې ۳۳ زره نجونې ښوونځیو ته ځي او تېر کال په لومړي ځل ۵۰ نجونې له دولسم ټولګیو فارغې شوې.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پکتیکا ولایت مرکز ښرنه.