د سردې بند کې د یوې ښځې مړی موندل شوی

د عکس سرچینه، f
د افغانستان سوېل ختیځ ولایت پکتیکا روغتیایي چارواکي وایې، د مرکز ښرنې اړوند د سرده اوبو بند کې یې د یوې ۳۷ کلنې ښځې جسد موندلی دی.
د پکتیکا د ولایتي روغتون مشر ډاکتر چنار صدیقي بي بي سي ته وویل، په موندل شوي جسد د وهلو ټکولو نښې نښانې نه شته، خو ښایي د وژنې نور لاملونه موجود وي.
ده وویل، جسد یې تېر ماښام ولایتي روغتون ته راوړل شوی، خو تراوسه یې خپلوان هم نه دي پیدا شوي:
"د جنايي روغتون او د ملي امنیت د ډلې له خوا چې موږ وکتل د وهلو کومې نښې مو پکې پیدا نه شوی کړای، خو په اوبو کې ډوبه شوې او مړه شوې ده. "
ډاکټر صدیقي وايي، ښايي یادې ښځې "ځانوژونه" کړې وي او یا چا د "زهرو" په مټ وژلې وي او مړی یې بند ته غورځولی وي.




