پکتيکا کې د حقاني شبکې يو مهم قومندان وژل شوی

د عکس سرچینه، k

د افغانستان په جنوب کې د پکتيا او پکتيکا ولايتونو ځايي چارواکو منلې چې د حقاني شبکې يو مشهور قومندان مولوي سراج خادمي په پکتيکا کې د امريکا بې پيلوټه الوتکې بريد کې وژل شوی دی.

د پکتيکا ولايت د والي وياند نبي الله پيرخيل بي بي سي ته ويلي، چې مولوي سراج خادمي چهارشنبې (۸ جون) ځايي مهال سهار څلور بجې ډرون بريد کې وژل شوی دی.

ښاغلی پير خيل وايي، خادمي يو سراچه موټر کې د ډيورنډ پولې له هغې خوا را اوښتی و او د پکتيکا مرکز ښرنې ته روان و.

نوموړی وايي سراج خادمي د حقاني شبکې يو مهم غړی و او په دغه ولايت کې د يادې شبکې د وسلو او مهماتو د لېږد مسول هم و.

د ځايي چارواکو په وينا په دغه برید کې لږ ترلږه ۴ تنه نور هم وژل شوي دی.

په سويل ختيځ کې د پوليسو د ۳۰۳سپين غز زون قومندان پاسوال اسدالله شيرزاد بي بي سي ته ويلي، په وژل شويو کسانو کې درې تنه د مولوي سراج ساتوونکي وو، څلورم کس چې د کندهار ولايت پېژندپاڼه يې لرله په وينا يې شايد د کوټې شورا غړی و.

بلخوا طالبانو د حقاني شبکې د قومندان وژل رد کړی، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، په دغه بريد کې "ولسي وګړي" وژل شوي دي.

د پکتيکا ولايت په شاه توري سيمه کې يو شمېر ځايي اوسېدونکو بي بي سي ته ويلي په نښه شوي موټر کې وسله او مهمات وو.

ايتلافي ځواکونه او لوېديځ هېوادونه، حقاني شبکه يوه خطرناکه ډله بولي، د دوی په وينا په افغانستان په ځانګړي توګه په کابل کې يې يو شمېر لوی او خونړي بريدونه ترسره کړي دي.

د دغې ډلې د بنسټ اېښودونکي، مولوي جلال الدين حقاني زوی سراج الدين حقاني د دغې ډلې مشري پر غاړه لري او د طالبانو د نوي مشر هبت الله اخندزاده مرستيال هم دی.