نقشه: نوروز په کومو هېوادونو کې لمانځل کېږي؟
د اروپا-اسیا پسرلنی جشن نوروز د بېلابېلو دینونو او دودونو د لارویانو له خوا له چین نیولې بیا تر بالکانه لمانځل کېږي.
په ۱۳۸۸ کال د نوروز نړیوال جشن د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې له خوا په رسمیت وپېژندل شو او له دغې رسمي کېدنې وروسته د لومړي ځل لپاره پر کال ۱۳۸۹ د ایران پلازمېنه تهران کې د ایراني، افغان، تاجک، ترکمن، عراقي، اذري او ترکي چارواکو په ملتیا ولمانځل شو.
له نژدې ۳۰۰۰ کلونو راپدېخوا خلکو د پسرلي د راتګ هرکلی کړی. باور دا دی چې اصلاً د پسرلي د ورځې د انډول محاسبه په لرغونو زمانو کې د ستورپېژندونکو د مطالعو پر بنسټ شوی دی. تر ۱۰۰۰ کلونو وړاندې د اسلامي نړۍ یو شمېر عالمانو د نوروز ورځ څېړلې ده.





