نوروز، د کلتوري تړاو نښه

د شوروي اتحاد له پاشل کېدو وروسته، د منځنۍ اسیا د نویو پر پښو درېدونکو هېوادونو مشرانو له خپلو اسلامي میراثونو سره بېرته ښکېل کېدو کې له ډېر پامه کار واخیست. د هغه پرځای دوی نوروز د خپل لرغوني غیر دیني دود په څېر خپل کړ او لمانځل یې له شوروي څخه د خپلواکۍ د ترلاسه کولو او کلتوري تړاو نښه وبلله.

تاجکستان

د عکس سرچینه، Zaur Dakhte

د عکس تشریح، تاجکستان چې یو کرهنیز هېواد دی، نوروز پکې د ژمي د پای ته رسېدو او پسرلي د پیل پیغام راوړي. بزګران د نوي کښت لپاره ځانونه چمتو کوي او لومړنی یویې تاجکستان کې ډېر مهمه ده. بزګران ښه پوهېږي چې د تخم د شیندلو لپاره تر ټولو ښه وخت کوم دی.
تاجکستان
د عکس تشریح، د تاجکستان د شهرنو سیمې قره تګ ځايي نجونې د پسرلني جشن د لمانځلو لپاره په دودیزو کالیو کې چمتووالی کوي چې یو له مهمو کارونو یې د سمنک پخول دي.
تاجکستان
د عکس تشریح، دوشنبه کې تاجکې نجونې د نویو شنو شویو غنم دانو بشقابونه په لاس روانې دي چې د "نوروزګه " په رسمي مراسمو کې ګډون وکړي. د دغه هېواد سیاسي مشران دغه مراسم د یووالي نښه بولي.
تاجکستان
د عکس تشریح، د منځنۍ آسیا د نورو هېوادونو په شان تاجکستان کې هم ماشومان د نوروز د جشن نه بېلېدونکې برخه ده. دغه دوه ماشومان چې دودیز کالي یې اغوستي د ډوډۍ مراسمو کې هرکلي ته ولاړ دي.
تاجکستان
د عکس تشریح، ‍تاجکستان کې نوروز د بزکشي د لوبو له ترسره کېدو پرته بې هیجانه وي. دغه هېواد کې د نوي کال په رارسېدو چې غرونه رغونه شنه کېږي د بزکشي لوبې مینه وال د پرلپسې لوبو لیدو ته ځانونه چمتو کوي.
تا
د عکس تشریح، بزکشي یوه خطرناکه لوبه ده او هر څوک یې نه شي کولای.
تاجکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بزکشي کې ډېری مهال دوې ډلې د یوه بل پر وړاندې لوبه کوي.
تاجکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د غرو لمنې د بزکشۍ د لوبې لپاره تر ټولو غوره ځای دی.
قرغز نجلۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، قرغزستان کې بیا د نوروز په جشن کې کوچياني، اسلامي او زړو دودونو سره ګډ شوي، ننداره کولی شئ.
ښځې په قرغزي کالیو کې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، قرغزي چارواکي خلک د نوروز د مراسمو جشن کې ګډون ته هڅوي او بشپړ تدبیر ورته نیسي. لویو ځایونو کې د ګډا او نڅا او نورو سرګرمیو امکانات خلکو ته برابروي.
ازبکستان

د عکس سرچینه، STR

د عکس تشریح، د ازبکستان پخواني ولسمشر اسلام کریموف چې په ۷۸ کلنۍ ومړ د نوروز له جشنه سیاسي استفاده کوله. هغه د نژدې دوو لسیزو لپاره نوروز په ډېر شان او شوکت لمانځه او مهمې ویناوې به یې د نوروز جشن کې اورولې.