ګولډن ګلوب: پر ډونلډ ټرمپ د مېرل سټریپ لفظي برید

د عکس سرچینه، AFP
د فلمونو لوبغاړې مېرل سټریپ په ګولډن ګلوب کې د ښې ځلېدو له برکته د جایزې ترلاسه کولو پرمهال د امریکا پر منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ ټینګه لفظي نیوکه وکړه.
که څه هم هغې د ټرمپ نوم وانخیست، خو پخپلو ټولو خبرو کې یې د هغه پر رویې او تګلارو لفظي بریدونه وکړل.
د اوسګار درې ځلې جایزې ګټونکې دغې لوبغاړې وویل، د نوموړي کړنې ځوروونکې دي:
"دا د سپکاوي احساس دی چې په یوه عام محضر کې د یوه قوي سړي له خوا ترسره کېږي، دا د هر وګړي پر ژوند اغېز کوي. سپکاوی د سپکاوي زیږنده دی، تاتریخوالی تاوتریخوالي ته لمن وهي."
ډونلډ ټرمپ د نوموړې په ځواب کې د ټوېټر له لارې يوه پيغام کې ويلي، "مېل سټريپ چې له اندازې زياته مشهوره شوې ده ما نه پېژني تېره شپه د ګولډن ګلوب پر مهال يې پر ما نيوکه کړې وه."
په يوه بل ټويټ کې ښاغلي ټرمپ نوموړې د ډيموکراتانو له کاندېدي هېلري کلنټن سره پرتله کړې وه او ويلي يې وو چې نوموړې په ټاکنو سخته ماته خوړلې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
سټریپ وویل، د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال د جمهوریپال نوماند د منډو ترړو پرمهال هغه وخت (ګنګس شوم) چې د نیویارک ټایمز پر معلول خبریال سیرګ کوالیسکي یې ملنډې ووهلې.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ، چې په څه کمو دوو اونیو کې به د ولسمشرۍ لوړه وکړي، له نیویارک ټایمز سره په ټیلیفوني دغه فلمي لوبغاړې د "هیلیري مینه واله" ونه بلله.
د رپوټونو له مخې، ده ویلي، د "حیرانتیا ځای نه دی" چې د "لیبرال فلمي خلکو" له خوا تر برید لاندې راځم.
کله چې سټریپ د خپلو ملګرو د سابقې په اړه خبرې کولې، ناستو کسانو چکچکې ورته کولې.
دې وویل: "هالیووډ له بهر خلکو او بهرنیانو سره مخ پروړاندې روان دی. "
دې له رسنیو هم وغوښتل، چې د خبریالانو د خبریالانو د خوندیتوب لپاره له فشاره کار واخلي.
دغې ممثلې له ساتېري ډکو شاهکارونو کې د برخې اخیستو له کبله د سيسیل بي دیمیلي جایزه هم ترلاسه کړه.

د عکس سرچینه، AFP








