د امریکا ټیکساس کې چارواکي وايي، د سېلابونو له کبله د ۲۸ ماشومانو په ګډون لسګونه کسان مړه شوي

ټیکساس

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، چارواکي وايي، تر اوسه له ۸۵۰ زیات کسان ژغورل شوي دي.

د امریکا ټیکساس ایالت په پینځو سیمو کې د سېلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۸۱ تنو ته رسېدلی، چې لږ تر لږه ۲۸ ماشومان هم پکې شامل دي.

د ټیکساس ګورنر (والي) ګریګ ایبټ وايي، لږ تر لږه ۱۰ کسان په یوه بله سیمه کې هم مړه شوي او د سېلاب له کبله اغېزمنو شویو سیمو کې د ۴۱ کسانو تري تم کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

ښاغلی ابټ وايي، وړاندوینه شوې، چې ښايي د ټکساس په مرکزي برخو کې به راتلونکو ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو پورې نور باد او باران هم وشي.

نوموړي د بې درکه کسانو له خپلوانو وغوښتل چې له ځايي چارواکو سره اړیکه ونیسي او د نومونو په ګډون د بې درکه کسانو معلومات مسوولینو ته وسپاري.

د بېړنیو چارو په ترڅ کې د مرستندویه چارو مدیریت څانګې مشر ډبیلو نیم کیډي په وینا د سېلابونو له کبله د رامنځته شوې ګډوډۍ سمون چارې پیل شوې دي، خو نوموړی ټینګار کوي، چې د دې معنی دا نه ده چې د بې درکه کسانو لټون چاره درول شوې ده.

د سیمې یو افسر (شیرف) لاري لیتها وايي، د لسو نجونو او یوې سلاکارې لټون چارې دوام لري، چې د سېلابونو په ترڅ کې د ماشومانو له یوه ځانګړي کمپه بې درکه شوې دي. نوموړي تائید کړه، چې په سیمه کې د مړو شمېر اوس ۶۸ تنو ته رسېدلی دی.

دی وايي، له کمپه بې درکه شوي ماشومان او سلاکاره لا هم په دې شمېر کې شامل نه دي.

بل لور د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، هیله من دی، چې ''ښايي د جمعې تر ورځې'' به ټیکساس ته ورسېږي.

ولسمشر ټرمپ پر خپله ټروث سوشل خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي، په ټیکساس کې د سېلابونو له کبله ''د مړو شویو کسانو خپلوان او کورنۍ له یوې داسې غمېزې تېرېږي، چې تصور یې ناشونی دی. امریکايي ساحل ساتونکو له مرستندویانو سره په شریکه له ۸۵۰ د ډېرو خلکو ژوند ژغورلی دی.''

د مخکیني خبرداري پوښتنه

چارواکو له خلکو غوښتي چې له سېلابونو د خوندیتوب لپاره لوړو سیمو ته وخېژي.

په یوه خبري غونډه کې له ښاري چارواکو دا پوښتنه هم وشوه، چې ولې خلکو ته د سېلاب په هکله له مخکې خبرداری نه و ورکړل شوی، چې له سیمې ووځي، نو د ښاري چارو مدیر ډالټن رائس ځواب دا و، چې: ''اوسمهال ټول پام د کورنیو پر بیا یو ځای کولو ته دی، تر څو چې مو دوی موندلي نه وي، زموږ کار به روان وي، (یعنی د بې درکه کسانو لټون به روان وي.''

له دې خبرې وروسته مدیر ډالټن رائس له غونډې ووت، خو د ده له وتلو وروسته هم داسې پوښتنې اورېدل کېدې، چې خلکو ته ولې مخکې خبرداری نه و ورکړل شوی؟

په ټیکساس کې مرګوني سېلابونه له هغو خورا سخت باد او باران وروسته راووتل، چې تندرونه، تالنده او برېښنا هم ورسره مله وو او د سمندر استوایی لمدبل یې زور زیات کړ.

دا ډول توپانونه سوکه حرکت کوي او پر نسبتا کوچنۍ سیمه د باران لوی مقدار متمرکز کوي.

په داسې حال کې چې د ټیکساس لویو برخو کې شاوخوا دوه انچه (۵۰ ملي میتره) باران ثبت شوی، تر ټولو ډېر لمدبل بیا په هغو سیمو کې و، چې ۱۴.۹۸ انچه (۳۸۰ ملي میتره) سخت سیلاب پکې ثبت شوی او په چټکۍ سره د سیندونو ژیو نړېدو له امله د ویجاړونکي سېلاب لامل شوی.