د امریکا په ټکساس کې د سېلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۵۱ ته ورسېد، ۱۵ یې ماشومان دي

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا په ټکساس کې سلګونه مرستندویان له هغه وروسته د ژغورنې پر چارو ګومارل شوي، چې د سېلابونو له کبله د ماشومانو په ګډون ۵۱ کسان ووژل شول.

د کر سیمې یوه افسر (شیرف) لیري لیېتها وايي: "کار روان دی او تر هغو به روان وي، چې هر څوک وموندل شي. "

په داسې حال کې چې د لټون دویمه شپه روانه ده، ځايي چارواکي وايي، د سیند پر غاړه د مسیحي ځوانانو له یوه کمپه ۲۷ ماشومان تري تم دي. ځینو کورنیو پر خواله رسنیو د خپلو ماشومانو مړینه تائید کړې ده.

ژغورونکې ډلې وايي، تر اوسه پورې ۸۵۰ کسان ژغورل شوي دي.

په مرکزي ټکساس کې د د سختو سېلابونو په تړاو ورکړل شوي خبرداري تر اوسه په ځای پاتې دي.

په سیمه کې د خرابې هوا خبرداری لا له وړاندې ورکړل شوی و. د 'ګوادالوپ' سمندري څپې له یو ساعت په کمه موده کې ۷.۹ متره را پورته شوې او پر مېله د ورغلیو خلکو ګرځنده کورنه، موټرونه او خېمې یې یوړې.

د ژغورنې ډلې لا هم تر ۲۵ پورې د بې‌درکه نجونو د پیدا کولو هڅې کوي چې د 'کمپ مېسټېنګ' برخه وې. دغه کمپ کروېل ښارګوټي ته نږدې، د سن انټونیو شمال لوېديځ ته په ۱۰۴ کیلو مترۍ کې دی. دغلته ټول ټال ۷۵۰ نجونې وې.

په څو سیمو کې بېړنی حالت اعلان شوی، ځکه هلته ګڼ شمېر سړکونه سېلاب وړي او د ټلیفوني اړیکو مزې پرې شوي دي.

د ویډیو تشریح،

د کرویل ښاروالۍ د سیلابونو په اړه یو تازه خبرداری خپور کړی چې وايي، په ځینو برخو کې د درنو بارانونو او سیلابونو راوتلو خطر لا هم شته.

د کرویل ښاروالۍ ویلي، "د سیلاب د راوتلو او تر ۱۰ انچو باران امکان لري."

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغه پېښه "ټکان ورکونکې" او "ډېره دردناکه" بللې. سپینې ماڼۍ د اضافي مرستو ژمنه کړې ده.

انځورونه ښيي چې اوبه پر سړکونو بهیږي.

د ټکساس مرستیال والي ډان پاټرېک وویل "په ۴۵ دقیقو کې دننه، د ګوادالوپ سیند ۲۶ فوټه را پورته شو او ویجاړونکی سېلاب و چې هم یې مال وړی او له بده مرغه، مرګونه یې هم وکړل."

هغه زیاته کړه"دا مانا نه لري چې 'ورکې شوې نجونې' له منځه تللې دي. کېدلی شي، د دوی سره یوازې اړیکې پرې وي."

د 'کیمپ مېسټېنګ' وېب‌پاڼې له مخې، ماشومان له دویم ټولګي وروسته په دې مېله کې ګډون کولی شي.

چارواکو وویل، د ژغورنې او لټون په دې عملیاتو کې چورلکې، ډرونونه او کښتۍ کارول کېږي، تر هغه به روان وي څو چې ټول کسان نه وي پیدا شوي.

A UH-60 Black Hawk helicopter conducts rescue operations along the Guadalupe River on July 4, 2025

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

کمپ ویلي، دوی برېښنا، اوبه او انټرنټ نه لري، "سیلاب سړک وړی نو له همدې امله موږ په اسانۍ سره مرستې نه شو ترلاسه کولی."

د جمعې پر سهار، د ایالت په هېل کونټري او کانچو سیمو کې ناڅاپي سېلابونه راغلل او د طبیعي افت اعلانونه ورسره پیل شول.

د کر کاونټي تر ټولو لوړپوړي چارواکي، له قاضي راب کیلي په یوه خبري غونډه کې پوښتنه وشوه چې ولې د ګوادالوپ سیند پر غاړه کمپونه له مخکې خالي شوي نه وو.

هغه وویل "موږ نه پوهېدو چې سېلاب را روان دی. ډاډه اوسئ، هېڅوک نه پوهېدل چې دا ډول سېلاب راځي."

هغه زیاته کړه "موږ په دې سیمه کې د خبر دارۍ سیستم نه لرو."

کیلي زیاته کړه، د جمعې پېښه د ۱۹۸۷ کال له هغه پېښې چې ۱۰تنکي ځوانان په کې وژل شوي وو، بدتره ده.

د ټکساس د بیړني حالت ادارې د پنجشنبې پر ورځ د تیاري نېولو څو ناستې کړې وې خو چارواکو وویل، د هوا پېژندنې ملي ادارې "د داسې باران اټکل نه و کړی."

لومړنی اټکل دا و چې ښایي تر ۲۰ ساتني مترو پورې باران وشي.

چارواکو وویل، لا هم د هوا په اړه اندېښنه لري او له خلکو یې غوښتي "که تاسو د دې سیمې اوسېدونکي نه یاست، مه راځئ."

د کر کاونټي د ولسوال دفتر هغو اوسېدونکو ته چې سیندونو ته نېږدې اوسي، خبرداری ورکړی چې لوړو سیمو ته دې وخیژي.