د امریکا فلورېډا ایالت کې مېلټن توپان لږترلږه ۱۶ کسان وژلي

رویټرز

د عکس سرچینه، Reuters

امریکايي‌ چارواکو د بي‌بي‌سي امریکايي همکار سي‌بي‌اېس نیوز ته ویلي، په فلورېډا ایالت کې له مېلټن توپان سره په تړولو پېښو کې لږترلږه ۱۶ کسان وژل شوي دي.

ځايي چارواکي‌ وايي، ۵ کسان په ختیځ ساحل سن‌لوسي کې مړه شوي، چې چارشنبه د مېلټن توپان له ور رسېدو مخکې پکې لسګونه بوړبوړکۍ راوتلې وې.

همدا راز د فلورېډا په مرکزي برخه کې له سن‌ پیترزبورګ او ولوسیا سیمو هم د مرګژوبلې راپورونه ترلاسه شوي.

له ۴۵ سانتي‌متره ورښتونو سره دغه مله توپان د فلورېډا په ګوټ ګوټ کې پر نورو زیانونو او یجاړیو سربېره له درېیو میلیونو ډېرو کورونو او کارځایونو ته د برېښنا جریان هم پرې کړی دی.

د فلوریډا والي 'ران دي‌سانتس' خبرداری ورکړی، چې په راتلونکو ورځو کې هم د سېلابونو احتمال شته دی.

هغه زیاته کړې چې شاوخوا ۸۰ زره کسانو تېره شپه په پناه ځایونو کې تېره کړه، خو څه چې د نوموړي په وینا فلورېډا تجربه کړي، "له ټولو ناوړه ممکن حالت نه دی".

امریکا

د عکس سرچینه، Miguel J Rodriguez Carrillo / AFP

ښاغلي دي‌سانتس پنجشنبه یوه خبري‌ کنفرانس ته وویل، مرستندویانو په لسګونو ځایونو کې د خلکو ژغورلو ته دانګلي دي.‌

هغه زیاته کړه، امکان شته چې د توپان د اغېزو له روښانېدو سره د مړو شویو کسانو شمېر لوړ شي.

فلوریډا ته د مېلټن توپان له رسېدو مخکې خبرداری ورکړ شوی و چې د دغه ایالت د لوېدیز ساحل په ټامپا خلیج کې ښايي سمندر په کم‌ساري ډول له درېیو تر څلور نیمو مترو لوړې څپي تجربه کړي.‌

له دغه توپان سره ملو شدیدو بادونو په سن‌پیترزبورګ کې یو جرثقیل د یوې ځايي‌ ورځپاڼې له ودانۍ سره جنګولی او همدا راز یې د بېس‌بال د غوره لیګ د سټډیوم چت هم څیرلی دی.‌

امریکا

د عکس سرچینه، Bryan R. Smith / AFP

دغلته له مېلټن توپان مخکې څو بوړبوړکۍ هم تېرې شوې وې.‌ توپانونو سره وخت ناوخت بوړبوړکۍ هم ملې وي.‌

پولیسو د سي‌بي‌اېس نیوز یوې اړوندې خبري شبکې ته ویلي، چې په سن لوسي کې ۱۲ بوړبوړکۍ راوتلې.

یوه ځايي چارواکي ویلي، "کله مو هم دې ته ورته شی نه و لیدلی".

پنځه کسان په همدې سن‌لوسي کونټۍ کې مړه شوي چې لږترلږه څلور پکې فورت پیرس ته نږدې د زړو خلکو په یوه کور کې اوسېدل.

له سن‌پیرزبورګه د دوو کسانو د مړینې خبر ورکړ شوی. په ولوسیا کې هم د یوې ۷۹ کلنې ښځې په ګډون لږترلږه دوه کسان د دوی پر کورونو د ونو ورپرېوتلو له کبله مړه شوي دي.‌

امریکا

د عکس سرچینه، Joe Raedle / Getty Images

چارواکو سي‌بي‌اېس نیوز ته ویلي، په سیتروس کې یو کس موټر له اوښتې ونې سره ټکر کړی او مړ شوی دی.

د فلوریډا د لوېدیځ په سن‌پیترزبرګ ساحلي سیمه کې کورونو ته د اوبو رسولو شبکه هم زیانمنه شوې.

مېلټن په داسې مهال مرګژوبله اړولي، دوه اونۍ وړاندې د هېلن په نوم یو بل ځواکمن توپان د امریکا سویل ختیز ایالتونه ځپلي وو.

هېلن له ۲۰۰ څخه د ډېرو کسانو په وژلو سره په نږدې دوو لسیزو کې په امریکا کې تر ټولو خونړۍ توپان بلل شوی.

د یادونې ده چې هلته ګڼ شمېر کسان لا هم بې‌درکه دي.