تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا فلورېډا ایالت کې مېلټن توپان لږترلږه ۱۶ کسان وژلي
امریکايي چارواکو د بيبيسي امریکايي همکار سيبياېس نیوز ته ویلي، په فلورېډا ایالت کې له مېلټن توپان سره په تړولو پېښو کې لږترلږه ۱۶ کسان وژل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، ۵ کسان په ختیځ ساحل سنلوسي کې مړه شوي، چې چارشنبه د مېلټن توپان له ور رسېدو مخکې پکې لسګونه بوړبوړکۍ راوتلې وې.
همدا راز د فلورېډا په مرکزي برخه کې له سن پیترزبورګ او ولوسیا سیمو هم د مرګژوبلې راپورونه ترلاسه شوي.
له ۴۵ سانتيمتره ورښتونو سره دغه مله توپان د فلورېډا په ګوټ ګوټ کې پر نورو زیانونو او یجاړیو سربېره له درېیو میلیونو ډېرو کورونو او کارځایونو ته د برېښنا جریان هم پرې کړی دی.
د فلوریډا والي 'ران ديسانتس' خبرداری ورکړی، چې په راتلونکو ورځو کې هم د سېلابونو احتمال شته دی.
هغه زیاته کړې چې شاوخوا ۸۰ زره کسانو تېره شپه په پناه ځایونو کې تېره کړه، خو څه چې د نوموړي په وینا فلورېډا تجربه کړي، "له ټولو ناوړه ممکن حالت نه دی".
ښاغلي ديسانتس پنجشنبه یوه خبري کنفرانس ته وویل، مرستندویانو په لسګونو ځایونو کې د خلکو ژغورلو ته دانګلي دي.
هغه زیاته کړه، امکان شته چې د توپان د اغېزو له روښانېدو سره د مړو شویو کسانو شمېر لوړ شي.
فلوریډا ته د مېلټن توپان له رسېدو مخکې خبرداری ورکړ شوی و چې د دغه ایالت د لوېدیز ساحل په ټامپا خلیج کې ښايي سمندر په کمساري ډول له درېیو تر څلور نیمو مترو لوړې څپي تجربه کړي.
له دغه توپان سره ملو شدیدو بادونو په سنپیترزبورګ کې یو جرثقیل د یوې ځايي ورځپاڼې له ودانۍ سره جنګولی او همدا راز یې د بېسبال د غوره لیګ د سټډیوم چت هم څیرلی دی.
دغلته له مېلټن توپان مخکې څو بوړبوړکۍ هم تېرې شوې وې. توپانونو سره وخت ناوخت بوړبوړکۍ هم ملې وي.
پولیسو د سيبياېس نیوز یوې اړوندې خبري شبکې ته ویلي، چې په سن لوسي کې ۱۲ بوړبوړکۍ راوتلې.
یوه ځايي چارواکي ویلي، "کله مو هم دې ته ورته شی نه و لیدلی".
پنځه کسان په همدې سنلوسي کونټۍ کې مړه شوي چې لږترلږه څلور پکې فورت پیرس ته نږدې د زړو خلکو په یوه کور کې اوسېدل.
له سنپیرزبورګه د دوو کسانو د مړینې خبر ورکړ شوی. په ولوسیا کې هم د یوې ۷۹ کلنې ښځې په ګډون لږترلږه دوه کسان د دوی پر کورونو د ونو ورپرېوتلو له کبله مړه شوي دي.
چارواکو سيبياېس نیوز ته ویلي، په سیتروس کې یو کس موټر له اوښتې ونې سره ټکر کړی او مړ شوی دی.
د فلوریډا د لوېدیځ په سنپیترزبرګ ساحلي سیمه کې کورونو ته د اوبو رسولو شبکه هم زیانمنه شوې.
مېلټن په داسې مهال مرګژوبله اړولي، دوه اونۍ وړاندې د هېلن په نوم یو بل ځواکمن توپان د امریکا سویل ختیز ایالتونه ځپلي وو.
هېلن له ۲۰۰ څخه د ډېرو کسانو په وژلو سره په نږدې دوو لسیزو کې په امریکا کې تر ټولو خونړۍ توپان بلل شوی.
د یادونې ده چې هلته ګڼ شمېر کسان لا هم بېدرکه دي.