هېلن د ۲۰۰ کسانو له مړینې سره نږدې ۲ لسیزو کې امریکا کې له ټولو خونړی توپان شو

د امریکا متحدو ایالتونو په سویل ختیزو ایالتونو کې لا هم د هېلن توپان له کبله د سلګونو بې‌درکه شویو کسانو لټون روان دی.

له دې سره چارواکو ویلي، د دغه توپان له کبله د مړو شویو کسانو تایید شوی شمېر ۲۰۰ ته رسېدلی دی.

هېلن په دې توګه په ۲۰۰۵ کال له کاترینا توپان راوروسته امریکا کې له ټولو خونړی توپان بلل شوی.

د وژل شویو کسانو تر نیمايي ډېر یوازې د شمالي کارولینا ایالت د ځپل شویو سیمو اوسېدونکي دي.‌

پر دغه توپان له یوې اوونۍ ډېر وخت اوړي،‌ خو سلګونه کسان لا هم تری‌تم دي او نږدې یو میلیون نور برېښنا نه لري.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د دغه هېواد شپږو سویل ختیزو ایالتونو ته د ۱۰۰۰ تنه نورو فعالو پوځیانو د استول کېدو امر کړی چې هلته له هېلن توپان وروسته د مرستې رسولو او ژغورنې چارو کې برخه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ملي ګارد ۶۰۰۰ غړي او ۴۸۰۰ فدرال مرستندویان وار له مخه په دغو ایالتونو کې پر مرستندویه چارو بوخت دي.‌

دغه توپان تر ټولو ډېره ویجاړي په سویلي کارولینا، شمالي کارولینا، جیورجیا او فلورېډا کې اړولې.

ژغورندویان هڅه کوي ځانونه هغو سیمو ته ورسوي چې لا څوک نه دي‌ ورغلي.

د امریکا حکومت ویلي،‌ د پاکونې چارې ښايي کلونه وخت واخلي.

په ځینو سیمو کې له هوا مرستې غورځول شوې دي. نورو سیمو ته په څارویو مرستې رسول کېږي.‌

د امریکا ولسمشر جو بایډن د چارشنبې پر ورځ تر ټولو د سختو ځپل شویو ایالتونو، شمالي او سویلي کارولیناګانو لیدو ته تللی و.

مرستیالې ولسمشرې کمالا هرېس بیا ګاونډۍ جیورجیا ته سر ورښکاره کړی.‌

شمالي کارولینا او جیورجیا د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره مهم دي، ځکه په دغو دواړو ایالتونو کې رایې وېشلې دي.

د دغو ټاکنو جمهوریپال نوماند ډونلډ‌ ټرمپ لا تېره اوونۍ جیورجیا ته تللی و.

سپېنې ماڼۍ ویلي، ولسمشر بایډن پنجشنبه هم د شمالي کارولینا، سویلي کارولینا،‌ فلوریډا او جیورجیا د ځینو ځپل شویو سیمو لیدو ته دوام ورکړی.‌