د امریکا فلوريډا کې د 'ایان' توپان له کبله مرګژوبله اوښتې ده

په امریکا متحدو ایالتونو کې ایان نومي توپان یو ځل بیا زور اخیستی. د فلوریډا ایالت والي وايي، مخکې د دې توپان د شدت درجه یو څه ټیټه شوې وه، خو د ورځې په پای کې یې بیا زور زیات شوی دی.

چارواکي وايي د دغه توپان له کبله د ۲۱ کسانو د مړينې وېره موجوده ده خو د مرګژوبلې کره شمېر لا نه دی معلوم.

اوسمهال دا توپان د اوقیانوس سمندر پر سر ګرځي او ځايي چارواکي وايي، سوېلي کارولینا ایالت کې ځمکې ته له رسېدو سره زور لا زیات شوی وي.

بل لور ولسمشر جو بایډن د دې توپان په هکله د خبرو پر مهال وویل: ''دا د فلوریډا په تاریخ کې تر ټولو خونړی توپان کېدای شي. '' نوموړي زیاته کړه، د سر اوښتي زیان په هکله کره شمېره نه شته، خو ده اورېدلي چې کېدای شي د سر کافي زیان اوښتی وي.

امریکايي رسنیو د فلوریډا په بېلابېلو سيمو کې د لسګونو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

بل لور په کالفورنیا ایالت کې د پاکارۍ چارې پيلېږي. د یادونې ده، چې یاد توپان په کالفورنیا کې میلیاردونه ډالره زیان اړولی.

د امريکا د فلوريډا ايالت والي ويلي چې د فورټ مايرز ښار د ايان توپان امله ګڼ ويجاړی رامنځ ته شوی دی. نوموړي دا هغه توپان بللی چې په هرو ۵۰۰ کلونو کې يو ځل پېښېږي.

ځايي چارواکو سي اېن اېن رسنۍ ته په شارلوټ کاونټي کې د شپږو کسانو مړینه تائيد کړې ده.

د امریکا فلوریډا ایالت په یوه ساعت کې د ۲۵۰ کیلومتره چټک توپان او بادونو له کبله د نژدې ۲٫۴ میلیون کورونو او سوداګریزو ځایونو برېښنا پرې شوې ده. دا په تېرو څو کلونو کې تر ټولو ډېر ناوړه توپان ګڼل شوی دی.‌

توپان تېره ورځ په ځايي وخت ۳ بجې او ۱۰ دقیقې فلوریډا ته ورسېد چې تېز بادونه هم ورسره ملګري وو او د ساحل په اوږدو کې یې ګڼ استوګنیز کلي لاندې کړل.

د نایبلیس او فورټ مایرز ښارونو له اخیستل شویو انځورونو ښکاري چې سېلابونو ډېر شمېر ګاډي هم یووړل.

د رون ده سانټیس سیمې والي ویلي له ولسمشر بایډن یې غوښتنه دا ده چې دا توپان د لوی فډرالي ناورین په توګه اعلان کړي. دی وايي د "ایان" په نامه دا توپان یو له هغو پنځو توپانونو دی چې فلوریډا یې ډېره اغېزمنه کړې ده.

دا توپان له ۴ درجې نه ۱ درجې ته راټیټ شوی. خو ښايي ډېر بارانونه د نورو سېلابونو راوتلو سبب شي.

د پولیسو په وینا، وروسته تر هغه تر اوسه د ۲۰ تنو د تري تم کېدو اعلان وشو، چې فلوریډا کیز سمندرغاړې ته څېرمه د کیوبا د کډوالو یوه بېړۍ ډوبه شوه.

د توپان پر لاره میلیونونه وګړو خپل کورونه پرېښي دي.

تمه کېږي چې د توپان سرعت کم شي، خو د تېزو بادونو اثار به پاتې وي او په ځینو سیمو کې ان د ۶۰ سانتي متره بارانونو ورېدو اټکل شوی دی.

د فلوریډا والي ویلي، د توپان له ختمېدو وروسته بېرته طبیعي حالت ته د خلکو د ستنېدو هڅې کېږي، دوی ته به بېړني خدمتتونه او د برېښنا د بېرته فعالولو چارې روانې وي.

خلکو ته ویل شوي چې د پرې شوې برېښنا، ولاړو اوبو او زیانمنو شویو ونو له خطرونو ځانونه لیرې وساتي.