تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د تصویرونو البوم: ایونیس سمندري توپان بریتانیا ته ورسېد
د هوا پېژندنې ماهرین وايي، ایونیس نومی دا سمندري توپان چې په یوه اونۍ کې دویم دی، کېداي شي په یوه لسیزه کې بې ساري ثابت شي.
له ځايي خلکو غوښتل شوي وو، چې له اړتیا پرته سفر و نه کړي او کورونو کې دننه پاتې شي. د سویلي ویلز او سویل لویدیځ ساحلي سیمو کې د هوا پېژندنې ادارې د ورځې تر ۱۲ بجو پورې د خطر خبردراي درجه سره وښووله. په ورته ډول یو بل خبردرای بیا د لندن په ګډون د سویل ختیځ، سویلي برخو او ختیځ انګلستان لپاره له لسو تر دریو بجونو پورې خپور شوی و. د انګلستان، سکاټلنډ او شمالي ایرلنډ ځینو برخو لپاره د واورې او توپاني بادونو خبردرای هم خپور شوی. د تصویرونو دې ټولګه کې د توپان له کبله رامنځته شوې وراني، ویجاړي وینو.
د ټولو تصویرونو حقونه خوندي دي.