امریکا کې د هېلن توپان له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۴۳ ته لوړ شوی

د بي‌بي‌سي‌ امریکایي شریک سي‌بي‌اېس نیوز وايي،‌ په دغه هېواد کې د هېلن توپان له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۴۳ ته لوړ شوی دی.

له ټولو د ډېرو مړینې خبر له سویلي کارولینا ترلاسه شوی. د رپوټونو له مخې د دغه ایالت په شپږو ولسوالیو کې ۱۷ کسانو ژوند بایللی دی.

همدا راز په جورجیا کې د ۱۵ او فلوریډا کې د لږترلږه اتو کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی.

شمالي کارولینا او ویرجینیا کې هم مرګژوبله اوښتې.

چارواکو ویلي، په مړو شویو کې مرستندویانو هم شامل دي.

د جورجیا په ځینو برخو کې اوبو سړکونه لاندې کړي، او د هواپېژندنې خدماتو ملي ادارې خبرداری ورکړی چې په دغه ایالت کې تر یو میلیون ډېر کسان د سېلابونو له خطر سره مخامخ دي.

په فلورېډا کې د پاکولو چارې روانې دي.

د دغه ایالت د لېوي د 'سېډار کي' ښار یوه اوسېدونکي بي‌بي‌سي ته ویلي چې کور یې د معجزې په ډول بچ شوی دی.

دی زیاتوي چې شاوخوا نور کورونه نړېدلي او یا چورلټ ورک دي.

چارواکي وايي، له سختو بادونو او سېلابونو سره مل هېلن توپان له جورجیا، فلورېډا، ټېنېسي او کارولینا له تېردو وروسته اوس زور بایللی دی.

خو دغه توپان په دغو ایالتونو کې پر نږدې څلور میلیون کسانو برېښنا پرې کړې.

چارواکو ویلي، په سویلي کارولینا کې ۱ اعشاره ۱ میلیون، په جورجیا او شمالي کارولینا کې ۹۰۰ زره او په اوهایو کې ۳۰۰ کسان برېښنا نه لري.