امریکا کې د توپان له وېرې میلیونونو خلکو ته ویل شوي چې خوندي ځای ته ولاړ شي

د عکس سرچینه، Reuters
دا مریکا په فلورېډا ایالت کې د ملټن په نامه د چټک د توپان له کبله مېلیونونو خلکو ته د خپلو مېنو د پرېښودو او خوندي ځای ته د تلو سپارښتنه شوې ده.
په داسې حال کې چې دمګړۍ په فلورېډا کې د کورنو د تخلیې کمسارې لړۍ پیل شوي، ولسمشر جو بایډن دا تخلیه د مرګ او ژوند تر منځ د غوراوي یوه هڅه بللې.
امریکا کې چارواکو ویلي، د هوریکان مېلټن سمندري توپان تر ټولو د ډېر ګواښ وړاندوینه د فلورېډا لویډیځه غاړه (ټمپه سیمه) کې شوې ده.
د دغه توپان چټکتیا په ساعت کې ۲۷۰ کېلومتره بلل شوې او د پنځمې درجې توپان بلل شوی، په دې مانا چې چټک بادونه او څپې یې په لنډ وخت کې ډېر زیان اړولی شي.
امریکا کې د یوې میاشتې په موده کې دا د سمندري توپان دویمه زوروره څپه ده، له دې دوه اوونۍ مخکې د هوریکان هېلن په نوم سمندري څپو په فلورېډا، جورجیا، سویلي کارولینا، ویرجینیا او شمالي کارولینا کې لږ تر لږه ۲۲۵ تنه وژلي وو.
په همدې مهال په فلورېډا کې د بیړیني وضعیت د تنظیم ادارې ویلي دي، مخکې له دې چې (مېلټن چټکې څپې) فلورېډا ووهي، په ۲۸ کلیو کې د هوریکان د توپان ګواښ لا هم پخپل ځای دی او په ټکو یې دا وضعیت لا ترینګولی شي.
د امریکا د توپان ملي مرکز د مېلټن په نوم سمندري توپان د پنځمې درجې زورور توپان بللی چې له څو کالونو راهیسې په سیمه کې ورته چټکې څپې نه دي لېدل شوي.
په همدې مهال د فلورېډا یو شمېر اوسیدونکو بي بي سي ته ویلي، د توپان له کبله د وتلو سپارښتنه ناوخته ور رسېدلې او اوس ناوخته دی چې له کورونو ووځي، دوی شکایت کړی چې په سیمه کې د هټيو تړلو یې ژوند لا ګواښمن کړی دی.
له امریکا په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې یو زیات شمېر موټر له فلورېډا د وتلو په حال کې دي او په لویو لارو ګڼه ګوڼه ډېره شوې.

د عکس سرچینه، EPA
په ورته مهال د فلورېډا له ایالت څخه په زندانونو کې بندیان زرګونه مجرمین هم نورو سیمو ته لېږدول شوي، د امریکا د اصلاحاتو مرکزي ادارې تر دې دمه په خوندي ډول د څه کم ۵۰۰۰ بندیانو د لېږد پخلی کړی دی.
له دې توپانه اوونۍ مخکې د هېلن په نوم توپان د ۲۰۰ کسانو له مړینې سره نږدې ۲ لسیزو کې امریکا کې له ټولو خونړی توپان وبلل شو.
پر دغه توپان له یوې اوونۍ ډېر وخت اوړي، خو سلګونه کسان لا هم تریتم دي او نږدې یو میلیون نور برېښنا نه لري.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د دغه هېواد شپږو سویل ختیزو ایالتونو ته د ۱۰۰۰ تنه نورو فعالو پوځیانو د استول کېدو امر کړی چې هلته له هېلن توپان وروسته د مرستې رسولو او ژغورنې چارو کې برخه واخلي.








