کیېف: د واګنر اجیر وسله وال بېلاروس ته اوښتي دي

د عکس سرچینه، VOENTV/BELARUSIAN DEFENCE MINISTRY VIA REUTERS
د اوکرایین سرحدي ځواکونو تایید کړه چې د واګنر اجیرې ډلې وسله وال له روسیې ګاونډي بېلاروس ته اوښتي دي.
د اوکرایین سرحدي ګارد 'ډيپياېسیو' ويلي د دې پر ارزونه بوخت دي چې مالومه کړي د واګنر څومره وسله وال اوس بېلاروس کې دي او دا چې هلته چېرته ځای پر ځای کېږي او څه اهداف لري.
بېلاروس له اوکرایین سره هم ګډه پوله لري.
په یوه ناتایید شوي رپوټ کې راغلي چې د شنبې سهار وختي د واګنر وسله والو شاوخوا ۶۰ ګاډي له روسیې پر پوله بېلاروس ته اوښتي دي.
واګنر ملېشې تېر جون کې له یوه لنډمهالي بغاوت سره د ولسمشر ولادیمیر پوتین واک وننګاوه.
دغه وسله وال هغه مهال له اوکرایین روسیې ته واوښتل او د مسکو پر لور غورځنګ کې یې د یو سرحدي ښار واګي هم لاس کې واخیستل.
دغه بغاوت وروسته د بېلاروس د ولسمشر 'الکساندر لوکاشینکو' په منځګړیتوب پر یوې هوکړې پای ته روسېد.
په دې هوکړه کې د واګنر جنګیالیو ته خوښه ورکړ شوې وه، چې یا دې د روسیې له پوځ سره یو ځای شي، او یا دې د مسکو نږدې متحد بېلاروس ته واوړي.
د واګنر مشر یوګیني پریګوژین ته هم بېلاروس ته د تګ وړاندیز شوی، خو دا روښانه نه ده چې هغه دمګړۍ چېرته دی.
واګنر ګروپ یوه روسۍ خصوصي امنیتي کمپنۍ ده، چې له اجیرو جنګیالیو جوړه ده او ډېر غړي ورته د روسیې له زندانونو استخدام شوي.
دوی د تېر کال فبرورۍ کې پر اوکرایین د روسیې له یرغل راوروسته دغه هېواد کې په ځینو خورا خونړیو جګړو کې برخه اخیستې.

د عکس سرچینه، Reuters
د اوکرایین د سرحدي ګارد ویاند 'اندري دېمچېنګو' د شنبې پر ورځ یوه لنډه اعلامیه کې بېلاروس ته د واګنر وسله والو تګ تایید کړ.
هغه ویلي، د اوکرایین سرحدي ګارد تر خپلې شمالي پولې ورهاخوا د وضعیت څارلو ته دوام ورکوي.
نوموړي په دې تړاو ډېر جزییات نه دي وکړي.
خو شنبه تر دې ورمخکې د بېلاروس اپوزیسیون ته د یوه نږدې بلاګر اړوند ټېلېګرام کانال وویل چې د واګنر وسله والو یو اږود کاروان له روسیې دغه هېواد ته اوښتی دی.
'بېلاروسکي هاجون' کانال ویلي، چې په دغه کاروان کې لارۍ، بسونه او پېکاپ موټرونه شامل وو، د بېلاروس د ترافیک پولیسو لخوا بدرګه کېده او د پلازمېنې مېنسک د سویل ختیځ په ۸۵ کیلومترۍ کې د 'اوسيپویچي' ښار پر لور ولاړ.
بېلاروسي چارواکي 'بېلاروسکي هاجون' یو توندلاری کانال بولي او د هغه پر دغه رپوټ یې تبصره نه ده کړې.
د بېلاروس دفاع وزارت د جمعې پر ورځ وویل چې واګنر وسله وال اوس د دوی له دفاعي ځواکونو سره د روزونکو په توګه فعالیت کوي.
دغه وزارت زیاته کړې وه چې دغه جنګیالي اوسیپویچي ته نږدې بېلاروسي ځواکونه روزي.

د عکس سرچینه، Reuters
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین روانه اونۍ وویل چې ښاغلي پریګوژین د روسیې له پوځ سره د خپلو اړوندو جنګیالیو د یو ځای کېدو وړاندیز رد کړی دی.
ښاغلي پوتین کومېرسانت ورځپاڼې ته ویلي، چې د واګنر ګڼو قومندانانو مسکو کې د جون د ۲۹مې خبرو پر مهال دا وړاندیز ومانه، خو مشر یې [پریګوژین] وویل چې جنګیالي یې دغه پلان سره موافق نه دي.
هغه دا هم ډاګیزه کړه چې د روسیې د قانون له مخې "واګنر نشته"، ځکه رسمآ د اجیرو وسله والو فعالیت نه منل کېږي.
د بيبيسي د روسیې برخې اېډېټور سټیو روزنبرګ وايي، داسې ښکاري چې کرېملین هڅه کوي د واګنر د مشرتابه او وسله والو ترمنځ بېلتون راولي.
هغه په دې لړ کې د روسیې دولتي رسنیو لخوا په دې وروستیو کې د پریګوژین د تخریب او بې اعتباره کولو د هڅو یادونه هم کړې ده.
د جون د ۲۳مې له بغاوت راوروسته د یوګیني پریګوژین د ځای ځایګي په اړه بېلابېل رپوټونه خپرېږي.
هغه پخوا پوتین ته له ډېرو وفاداره کسانو ګڼل کېده او ان د "پوتین د پخلیکار یا اشپز" نوم یې ګټلی و.
خو اوکرایین کې د جګړې د مدیریت په تړاو د روسیې دفاع وزارت سره د واګنر د سختو اختلافاتو دوام د دې لامل شول، نوموړی د پوتین د حکومت خلاف را ودرېږي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن پنجشنبه ویلي و، د ښاغلي پريګوژین باید دې ته پام وي چې تر دغه بغاوت وروسته مسموم نه شي.











