پنټاګون: د واګنر ډله نوره د اوکرايين جګړه کې اغېزناک ځواک نه دی

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا د دفاع وزارت يا پنټاګون وياند ويلي، د واګنر ملېشې ډله نور د اوکرايين په جګړه کې د پام وړ عملياتي ځواک په توګه نه شمېرل کېږي.
د دفاع وزارت دا څرګندونې په روسيه کې د واګنر ډلې د مشر له ۲۴ ساعته بغاوت څو اوونۍ وروسته کړې دي.
دا بغاوت د روسيې د ولسمشر ولامير پوتين واک ته جدي ننګونه وه.
داسې انګېرل کېږي چې د واګنر ډلې د روسيې له خوا د کريميا ټاپو د لاندې کولو عملياتو کې مهم رول درلود او همدارنګه اوسمهال يې د اوکرايین په مرګوني يرغل کې د پام وړ رول درلود.
واګنر ډلې د روسيې لپاره د اوکرايين په ختيځ کې د بخموت ښار په نيولو کې هم مهم رول درلود. د هغه تړون له مخې چې د جون په مياشت کې ترسره شو د واګنر ډلې سرتېرو ته وويل شول چې د عادي سرتېرو په توګه د روسيې له پوځ سره يو ځای شي يا د خپل مشر يفګيني پريګوژين سره بېلاروس ته ولاړ شي.
په ورته وخت کې د روانې اوونۍ په پیل کې د روسيې د ولسمشر دفتر راپور ورکړ چې يفګيني پريګوژين په مسکو کې له ولادمير پوتين سره وکتل.
ښاغلی پوتين ټينګار وکړ چې د ليدنې پر مهال يې د واګنر غړو ته خپل وړانديزونه روښانه کړل.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پنجشنبې په ورځ ښاغلي پوتين له یوې روسۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې وويل، د واګنر ډلې غړي کولی شي د روسيې په پوځکې خدمت ته دوام ورکړي. نوموړي ټينګار وکړ چې د خصوصي پوځي ډلو لپاره هېڅ قانوني چوکاټ نشته او په ټينګار سره يې زياته کړه چې واګنر ډله نوره موجوده نه ده.
تېره ورځ د امریکا ولسمشر جوبايډن په فنلنډ کې يوه خبري کنفرانس ته وويل، پریکوژين بايد پام وکړي چې مسموم نشي. خو ښاغلي پوتين هغه تورونه رد کړل چې ګواکې ده خپل مخالفين او منتقدين مسموم کړي دي.
ښاغلي بايډن خبريالانو سره په ناسته کې ټينګار وکړ چې د اوکرايین په جګړه کې ولادمير پوتين نشيبريالی کېدلی او زياته یې کړه هغه لادمخه دغه جګړه بايللې ده.










