اوکرايين جګړه: د واګنر ډلې مشر 'روسيه' کې دی

د ویډیو تشریح، اوکرايين جګړه: د واګنر ډلې مشر 'روسيه' کې دی

د بېلاروس مشر الکساندر لوکاشینکو چې د مسکو کلک ملاتړی دی، د واګنر اجیرو جنګیالیو مشر یفګيني پریګوژین د ځای په اړه چې دوه اوونۍ وړاندې یې د روسیې د پوځ پر وړاندې د پاڅون مشري وکړه، شک څرګند کړ.

د بېلاروس مشر چې د دغه پاڅون په خمتولو کې یې منځکړیتوب کړی و وویل، د واګنر مشر پریګوژین بېرته روسیې ته تللی، خو د اصلي ادعاوو سره سره نوموړی بېلاروس ته جلاوطن شوی و.

په عین حال کې لا تر اوسه څرګنده نه ده چې د واګنر اجیرو جنګیالیو مشري اوس څوک کوي.