پوتین: وسله وال بغاوت کې ښکېل کسان به سزا ویني

د عکس سرچینه، Getty Images
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د واګنر ګروپ ځواکونو لخوا د یوې ډراماتیکې ننګونې له پېښېدو وروسته دغه مېلشه په خیانت محکومه کړې ده.
ښاغلي پوتین د شنبې سهار یوه تلویزیوني وینا کې وویل هغه ټول کسان به سزا وویني چې د روسیې د ویشلو هڅه یې کړې.
لانجه له دې پیل شوه چې د واګنر ملېشې مشر 'یوګیني پرېګوژین' د روسیې پوځ تورن کړ چې ګوندې اوکرایین کې یې د ده د ځواکونو پر یوه پنډغالي مرګونی هوايي برید کړی دی.
هغه د جمعې پر شپه د پوځ خلاف د پاڅون اعلان وکړ خو دا یې هم وویل چې د پوځي کودتا هوډ نه لري.
د رپوټونو له مخې د پرېکوژین ملېشې تر دغه اعلان وروسته د مسکو پر لور حرکت پیل او د اوکرایین پولې ته نږدې د روسیې "روستوف نادونو' ښار ته ننوتي دي.
پرېګوژین ویلي چې دغه ښار د دوی تر کنټرول لاندې دی او ولادمیر پوتین هم دغلته وضعیت ناڅرګند بللی.
د بي بي سي سرچینو ته مالومه شوې چې د واګنر ګروپ ځواکونو په ورڅېرمه ورونېش ښار کې هم پر ټولو پوځي تاسیساتو ولکه ټینګه کړې.
د دغه ښار چارواکو تر اوسه په دې اړه څه تبصره نه ده کړې.
له دې سره د روستوف والي د احتمالي داخلي جګړې د ناوړه پایلو خبرداری ورکړی دی. واسیلي ګولوبېف د ټېلېګرام یوه پوست کې له خلکو غوښتي چې له ولسمشر پوتین سره ودرېږي.
د ښاغلي ګولوبېف په وینا "د روسیې تاریخ کې ځلونه داسې شوي، چې چا دې غوښتي وي د روسیې ټولنه وویشي او د کورنۍ جګړې اور بل کړي... دا د ناورین لامل شوی."
هغه زیاته کړې "بیا داسې څه پېښېدو ته اجازه نشي ورکول کېدای. د روستوف سیمه د ولسمشر پر خوا ده. ګرانو هېوادوالو موږ باید سره متحد واوسو!"
د روسیې حکومت تر دغو اقداماتو وروسته پریګوژین پر وسله وال بغاوت تورن کړی دی.
د رپوټونو له مخې د احتمالي ناکراریو مخنیوي لپاره د روسیې پلازمېنه او شاوخوا سیمو کې د ترهګرۍ ضد وضعیت اعلان او دغلته اضافي ځواکونه او زغره وال ګاډي هم ځای پر ځای شوي.
ولادیمير پوتین خپله تلویزیوني وینا کې د واګنر ملېشې دا ګام د شا لخوا د چړې ګوزار وباله.
هغه که څه هم د پريګوژین نوم وانخیست، خو ویې ویل د ځینو کسانو غټې ځان غوښتنې د ستر خیانت لامل شوې.
ښاغلي پوتین وویل دغه کړکېچ ته د رسېدو او پر وضعیت د کنټرول لپاره یې ټول اړین احکام صادر کړي او دا چې په ټول قوت به د روسیې دفاع کوي.
د مسکو پر لور د واګنر حرکت

د عکس سرچینه، Reuters
د واګنر لخوا د روسیې پوځ خلاف د پاڅون له اعلان سره هممهاله د بریتانیا دفاع وزارت ویلي چې دغه مېلشه د مسکو پر لور حرکت کې ده.
د بریتانیا د دفاع وزارت استخباراتي مالومات ښيي چې د واګنر ځینې قطعات د 'ورونیش اوبلاست' ښار شمال خوا په حرکت کې دي او ظاهرآ داسې ښکاري چې غواړي ځانونه مسکو ته ورسوي.
ورونیش د مسکو او روستوف نادونو ترمنځ پروت دی.
د بریتانیا د دفاع وزارت استخباراتي مالومات دا هم ښيي چې د واګنر ملېشه ځواک د روستوف نادونو پر مهمو ځایونو کنټرل لري.
دغو استخباراتي مالوماتو دا په وروستیو وختونو کې تر ټولو پام وړ ننګونه بللې چې د روسیې دولت ورسره مخامخ شوی.
زېلېنسکي: د روسیې کمزري څرګنده ده

د عکس سرچینه، EPA
د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي هم روسیې کې دغو تازه پرمختګونو ته غبرګون ښودلی دی.
هغه پر خپل ټېلېګرام یوه پیغام کې لیکلي "څوک چې د شر لار غوره کړي، ځان تباه کوي" او دا چې ګواکې "د روسیې کمزوري څرګنده ده."
ښاغلي زېلېنسکي که څه هم نیغ په نیغه د ولسمشر ولادیمیر پوتین نوم نه دی اخیستی، خو پر هغه یې له دې کبله نیوکه کړې چې د اوکرایین جګړې ته یې سلګونه زره کسان استولي.
ولودمیر زېلېنسکي ویلي مسکو چې څومره اوږده موده خپل ځواکونه او کرایکښ وسله وال اوکرایین کې ساتي، "هماغومره ډېر به له ګډوډیو، کړاو او ستونزو سره مخامخېږي."
له دې سره هممهاله د اوکرایین باخموت ښار ته نږدې مېشتو اوکراییني ځواکونو هم روسیه کې پر دغه تازه کړکېچ خوښي ښودلې ده.
د واګنر ګروپ او روسیې پوځ لانجه پر څه ده؟

د عکس سرچینه، Reuters
په اوکرایین کې د جنګېدونکې اجیرې ملېشې واګنر ګروپ مشر یوګیني پریګوژین دعا وکړه چې د روسیې پوځ یې د جنګیاليو پر یوه پنډغالي مرګونی برید کړی.
هغه پر ټولنیزو رسنیو یوه خپرې شوې وېډیو کې وویل:
"د دې لپاره چې څرنګه د خپل هېواد دفاع ته دوام ورکړو او دې ته حل لاره ومومو، موږ چمتو وو چې دفاع وزارت ته امتیازات ورکړو، خپلې وسلې وروسپارو. خو دا ناکاره خلک ارام نه شول. نن چې موږ مات شوي نه یو, نو دوی زموږ په شاته کمپونو راکټي بریدونه وکړل، زموږ زیات شمېر عسکر ووژل شول. موږ به پریکړه وکړو چې دغه ظلم ته څه ډول ځواب ووایو. بل ګام زموږ دی".
ښاغلي پرېګوژین تر دې وړاندې هم په یوه وېډيو کې ویلي وو چې پر اوکرایین د برید لپاره له روسیې سره هېڅ دلیل نه و او دا یرغل يې یو ناورین بللی و.
واګنر ګروپ ملېشه ځواکونه دي چې په اوکرایین کې د روسیې د پوځ تر څنګ جنګېږي.
ویل کېږي دې ملیشې د اوکرایین له جګړې وړاندې یوازې شاوخوا ۵ زره غړي درلودل چې ډېری یې پخواني تجربه لرونکي سرتېري وو.
اوس د دې ملېشې مشر وايي د ځواکونو شمېر یې پر ۲۵ زرو اوړي.

د عکس سرچینه، Reuters
امریکایي چارواکي ادعا کوي چې دې ملېشې تېر کال له هغې وروسته تر ډېره له زندانونو د لسګونو زره نورو جنګیالیو پر ګومارلو پیل وکړ چې روسیه په اوکرایین کې د ځواکونو کمښت سره مخ شوه.
ویل کېږي، چې په دې کسانو کې محکوم شوي جنايي مجرمان هم شامل وو.
د واګنر مشر مخکې هم په وار وار د روسیې پر پوځي مشرانو تواندې نیوکې کړې.
د واګنر په اړه ویل کېږي چې فعالیت یې په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې لخوا د اوکرایین د کریمیا ټاپو وزمې تر نیول کېدو وروسته پیل کړی او بیا یې پر اوکرایین سربېره ان د سوریې او افریقا بېلابېلو جګړو ته هم د روسیې په ملاتړ خپل اجیر جنګیالي استولی دي.
دا ډله پر وحشت او جنګي جرمونو هم تورنه شوې ده.









