اوکرایین ختیځ کې د روسيې واګنر پوځيانو مرکز په نښه کړی

اوکرایین جګړه

د عکس سرچینه، AFP

رپوټونه وايي، د اوکرایین توپچي الوتکو د دغې هېواد ختیځ کې د روسيې واګنر پوځیانو پر یوه مرکز برید کړی.

پر پوپاسنا برید په اړه د لوهانڅک والي سرهي هایدي او د کرملین ملاتړو یو شمېر جنګي خبریالانو رپوټ ورکړی دی.

برید کې د مرګ ژوبلې کره شمېر په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي، خو یو شمېر عکسونه پر ټلیګرام خپاره شوي چې سیمه کې د اوښتو زیانونو نښې پکې لیدل کېږي.

واګنر جنګي جرمونو پورې تړلې پوځي ډله ده.

کله چې ۲۰۱۴ کې د کرملین په ملاتړ ځواکونو اوکراییني ځواکونه له هغو سیمو چې وروسته د روسیې یوه برخه اعلان شوه وشړل نو دغه ډله هغه مهال کریمیا او د اوکرایین دونباس سیمه کې ځای پر ځای شوه.

د واګنر پوځ ډلې سوریه، لبنان، مالي او د مرکزي افریقا جمهوریت ته هم استول شوي دي.

کرملین د واګنر موجودیت نه مني خو لودیځ استخبارات دا ډله یوګني پریګوژین (د پوتین آشپز) په نامه پېژندل شوي کس پورې تړي، ځکه چې هغه د اوږدې مودې راهیسې د خوړو تیارولو برخه کې د ولسمشر پوتین او وسله والو ځواکونو سره مرسته کړې.

ښاغلی پریګوژین د نورو ډېرو روسي چارواکو په څېر د لویدیځو بندیرونو لاندې دی.

واګنر د (پي اېم سي) خصوصي پوځي شرکت په نامه پېژندل کېږي خو په واقعیت کې دا هغه ډله ده چې د دولت له خوا یې ملاتړ کېږي او د کرملین په ګټه کار کوي.

لویديځ پوهان وايي، دوی په پرله پسې ډول په جنګي جرمونو او د بشري حقونو پر سرغړونه تورن شوي دي.

ښاغلي هیدي پر ټلګرام پاڼه لیکلي، اوکراییني ځواکونو د "دښمن یو مرکز په نښه کړ"

روسیه اکرایین

د عکس سرچینه، Getty Images

هغه همدا راز لیکلي، دا ځل یو بریالي برید پوپاسنا کې د واګنر پي اېم سي مرکزي دفتر ویجاړ کړ، له نېکه مرغه دا ځای یوه روسيې خبریال راوښود، د مړینې شمېر به مالوم شي."

اوکرایینۍ ورځپاڼې یوکرینسکا پراودا رپوت ورکړی چې د کرملین ملاتړی ژورنالیست سرګي سریدا د اګسټ پر ۸مه په یوه ټلیګرام پوسټ کې د واګنر مرکزي دفتر په ډاګه کړ، نوموړي دغه مرکز ته د خپل سفر عسکونه خپاره کړي و.

پوسټ وروسته بېرته لېري کړل شوی و خو کاپي یې پر خواله رسنیو ډېره خپره شوې وه.

پوپاسنا د لوهانڅک په سیمه کې د سیوردونیڅک په سویل کې پروت دی چې د څو میاشتو سختو جګړو او پراخې ویجاړۍ وروسته اوس د روسي ځواکونو تر بشپړ کنټرول لاندې دی.

د کوتنوک په نامه د کرملین یوه بل ملاتړي جنګي خبریال پر ټلګرام پاڼه لیکلي:

"په پوپاسنا کې د واګنر پر پي اېم سي یوه مرکز برید شوی، دونباس کې سرچینې دغه برید تاییدوي ښايي اوکراییني سرچینې د پریګوژین د وژل کېدو رپوټ ورکړي خو موږ یې نه تاییدوو."

اوکراییني ځواکونو اوس د امریکا د لوړ حرکت توپچي توغندیز سیسټم لري، دغه توغندي د دې وړتیا لري چې د لومړیو کرښو تر شا د روسيې اهداف په نښه کړي.

د اوکرایین د پارلمان غړي اولیکسي هونچارینکو پر فسبوک پاڼه لیکلي:

" په پوپاسنا کې نور د واګنر مرکزي دفتر نشته، مننه له هېمرس او د اوکرایین له وسله والو ځواکونو"

یو شمېر اوکراییني رپوټونو واګنر ډله د جولای په ۲۹ اولنیوکا زندان کې د اور لګېدنې پېښه کې ښکېله یاد کړې چې لسګونه اوکراییني بندیان پکې ووژل شول.

روسیې پر اوکراییني ځواکونو تور پورې کړی چې ګواکې دوی له دونیڅکه ۲۰ کیلو مټره لرې پر دغه زندان ډزې کړي.