تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ خبرو کې د ترکیې استخباراتي مشر ابراهیم قالن څوک دی؟
د روانې میاشتې په سر کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډیورنډ پر "فرضي" کرښه له نښتو وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اکتوبر پر ۱۹مه نېټه په قطر کې خبرې وشوې چې له هغې وروسته یو تړون هم وشو. د دوحې د تړون له مخې، د دواړو هېوادونو د خبرو دویم پړاو له شنبې راهیسې د ترکیې په استانبول ښار کې روان دی.
په پاکستان او افغانستان کې د اوربند او وروسته د لاسلیک شوي تړون په برخه کې قطر او ترکیې د منځګړي رول لوبولی دی. په همدې لړۍ کې د ترکیې د استخباراتو د ادارې مشر ابراهیم قالن نوم هم راڅرګند شوی او د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، ده د دغو خبرو په بریا کې مهم رول لوبولی دی.
د اکتوبر د ۱۹مې له خبرو وروسته په خپرو شویو انځورونو کې، چې پکې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف او د هغه افغان سیال ملا محمد یعقوب لیدل کېږي، ابراهیم قالن هم ښکاري.
هغه د خواجه اصف کېڼ لاس خواته، په تیاره نیلي رنګه کورتۍ کې یوه سور رنګه دوسیه په لاس کې ولاړ لیدل کېږي.
د ترکیې د دولتي خبري اژانس "ټيارټي" د امنیتي سرچینو په وینا، د ترکیې د استخباراتو اداره، ملي استخباراتي سازمان (MİT)، د قطر پلازمېنه دوحه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو په ترسره کېدو کې مهم رول لوبولی و.
ابراهیم قالن د ترکیې د استخباراتو د ادارې (MİT) مشر دی.
د ترکیې د حکومت د ملاتړ یوې ورځپاڼې د دوحې د تړون د بلې ورځې راپور ورکړی و چې ابراهیم قالن هڅه کړې وه د پاکستان او طالبانو حکومت پلاوي یو بل ته له لاس ورکولو پرته له غونډې ونه وځي.
د ترکیې د استخباراتو د ادارې مشر ابراهیم قالن څوک دی؟
ابراهیم قالن چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له نژدې کسانو ګڼل کېږي، په ۱۹۷۱ کال په استانبول ښار کې زېږېدلی دی.
د MİT د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، دی په ۱۹۹۲ کال د استانبول پوهنتون د تاریخ له څانګې فارغ شو او په ۱۹۹۴ کال کې یې د مالیزیا نړیوال اسلامي پوهنتون کې ماسټري ولوستله. هغه په ۲۰۰۲ کال کې د امریکا له جورج واشنګټن پوهنتونه د دوکتورا سند ترلاسه کړ.
د بيبيسي د مانيټورېنګ څانګې د معلوماتو له مخې، قالن په ۲۰۰۵ کال کې د "سیتا فاونډېشن" په نوم د یوې څېړنیزې مؤسسې (فکري مرکز) بنسټ کېښود چې پر ترکي حکومت پورې تړلې ده.
په ۲۰۱۴ کال کې هغه د ولسمشر اردوغان د ویاند په توګه وټاکل شو او له هماغه وخت راهیسې د ترکیې په بهرنیو چارو کې د اردوغان له نژدې سلاکارانو شمېرل کېږي.
ابراهیم قالن د اردوغان زوړ ملګری او د ترکیې د بهرنیو سیاستونو یو مهم لوبغاړی ګڼل کېږي. هغه په ترکیه کې د خپل ارام طبیعت او په سنجول شويو خبرو مشهور دی.
په ۲۰۱۵ کال کې د ترکیې او روسیې ترمنځ د رامنځته شوي کړکېچ پر مهال ده د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کړه او په ۲۰۱۷ کال کې یې د قطر او متحده عربي اماراتو ترمنځ د شخړې پر مهال هم د منځګړي رول ولوباوه.
ډېرو خلکو تمه لرله چې د ۲۰۲۳ کال له ټاکنو وروسته- کله چې اردوغان بیا واک ته ورسېد، قالن به د بهرنیو چارو وزیر وټاکي، خو پر ځای یې د حقان (هاکان) فیدان پر ځای د MİT مشر وټاکل شو. (حقان فیدان اوس د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر دی.)
د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد له ګوښه کېدو وروسته، ابراهیم قالن لومړی لوړ پوړی ترکی چارواکی و چې دمشق ته ورسېد. د ده هغه انځور، چې د دمشق په اُمیّه جومات کې د دعا کولو پر مهال اخیستل شوی و، هم ډېر خپور شوی و.
د روان کال سپتمبر میاشت کې هغه د سوریې پلازمېنه دمشق کې د دې هېواد له لنډ مهالي ولسمشر احمد الشرع سره هم ولیدل.
همدارنګه، په تېره میاشت کې د ولسمشر اردوغان او د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر منځ سپینه ماڼۍ کې له لیدنې وروسته خپرو شویو انځورونو کې هم ابراهیم قالن لیدل کېده.
د روانې میاشتې په پیل کې، کله چې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د مشر په شرم الشیخ کې خبرې روانې وې، ابراهیم قالن یو ځل بیا د پام وړ شو. د راپورونو له مخې، ده د خبرو پر مهال د تړون د خنډونو په لېرې کولو کې مهم رول لوبولی و.
د ترکي حکومت ملاتړې ورځپاڼې "حریت" د لیکوال عبدالقادر سیلوي په وینا:
"کله چې د غزې د اوربند خبرې له ځنډ سره مخ شوې، قالن مصر ته ولاړ او هڅه یې وکړه چې د اوربند تړون د لاسلیک تر پړاو ورسېږي... قالن وړاندیز وکړ چې دا پلان په دوو برخو ووېشل شي او [بېلابېلې] خبرې پرې وشي. بالاخره د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پلان په دوو برخو ووېشل شو".
د اسرائیلو د "واینیټ" ورځپاڼې د اکتوبر پر ۱۳مه خپره شوې لیکنه کې راغلي چې قالن د غزې د خبرو په بهیر کې مهم رول لوبولی و.
ورځپاڼې لیکلي چې قالن نهه کاله د اردوغان د ویاند په توګه کار کړی، خو د هغو اسرائیلي چارواکو په باور چې دی پېژني، ابراهیم قالن یوازې یو ویاند نه، بلکې تر هغه ډېر څه دی.
د چارواکو په وینا، "هغه د ولسمشر سیوری دی" او اردوغان پرې بشپړ باور لري.
له څو کلونو راهیسې چې قالن د ولسمشر اردوغان له نژدې کړیو دی، داسې اټکلونه هم کېږي چې ښايي هغه د اردوغان له واکمنۍ وروسته د هغه د ځایناستي کېدو هیله ولري.