د هالنډ روټرډام کې د ډزو دوه جلا پېښې؛ درې کسان وژل شوي

د ویډیو تشریح، د یوه برید ځای

هالنډي پولیسو ویلي په وسله سمبال یو تن یې نیولی چې د روټرډام ښار د ډزو په دوو جلا پې‍ښو کې یې درې تنه وژلي دي.

د پولیسو د اعلان له مخې، یوه ۳۲ کلن بریدګر سړي د پنجشنبې په ورځ لومړی په یوه کور کې ډزې کړې، کور ته یې اور ورته کړی او بیا یې د اراسموسن په نامه پر طبي مرکز برید کړی دی.

د لومړي برید په وژل شویو کې یوه ۳۹ کلنه ښځه او د هغې ۱۴ کلنه لور هم دي او په دویم برید کې ۴۳ کلن سړی وژل شوی دی.

د بریدګر له نیول کېدا وړاندې پولیسو ویلي وو چې بریدګر د دنګې ونې او اوږدو وې‍‍ښتانو لرونکی سړی دی.

د برید له ځایه خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې یو سړی پوځي جامې لري او لاس تړلی د پولیسو ګاډي ته بېول کېږي.

پولیسو د بریدګر له نوم اخیستو پرته هغه د اراسموسن پوهنتون محصل بللی دی.

د برید ځای

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د اراسموسن طبي مرکز د برید پر مهال د تېښتې ‍په حال کې دي

هغه طبي مرکز چې ده برید پرې کړی، د یاد پوهنتون اړوند مرکز دی.

تر اوسه د یاد برید د انګیزې او لامل په اړه څه نه دي ویل شوي، خو پولیسو ویلي چې ښايي بریدګر به دا برید د نورو کسانو په مرسته کړی وي.

د روټرډام پولیسو ویلي یاد سړی دوه کاله وړاندې په حیوان ځورونه هم تورن شوی و.

د اراسموسن په طبي مرکز کې یوه محصل ویلي، بریدګر تر څلورو-پنځو ډزو وروسته پر دغه روزنیز مرکز یو چاودېدونکی څیز هم ور غورځولی دی.