'هالنډ کې افغان بریدګر ترهګریز هدف درلود'

ځايي چارواکي وايي، د برید انګېزه معلومه نه ده.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ځايي چارواکي وايي، د برید انګېزه معلومه نه ده.

هالنډ کې چارواکي وايي، هغه افغان چې د جمعې پر ورځ یې د امستردام مرکزي اورګاډي تمځي کې پر دوو کسانو د چاکو ګوزارونه کړي، ترهګریز هدف درلود.

بریدګر چې هالنډي رسنیو یې نوم جاوید، ایس یاد کړی، د پېښې ځای کې پولیسو ټپي کړی.

بل لور ته هالنډ کې د امریکا متحدو ایالتونو سفیر پیټ هویکسترا تایید کړې، چې ټپي شوي کسان امریکايي سیلانیان وو:

''موږ تاییدوو چې دواړه امریکایان دي، موږ له دوی او کورنیو سره یې اړیکه کې یو. ''

چارواکي وايي: '' له لومړنیو څرګندونو معلومه شوې، چې دغه سړي ترهګریزه انګېزه درلوده.''

بل لور ته جرمني کې ځايي پولیسو د دغه مشکوک کس استوګنځی پلټلی دی.

مخکې د 'فرانس پریس ' خبري اژانس په یوه رپوټ کې د ځايي پولیسو ویاند له قوله ویل شوي، چې نیول شوي افغان هغه کسان نه پېژندل چې برید یې پرې کړی او دغه کسان يې په ځانګړې توګه د برید لپاره نه وو مشخص کړي.

بریدګر او هغه کسان چې د چاکو ګوزارونه پرې شوي د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

له برید وروسته تم ځای ته د یو شمېر اورګاډو تګ راتګ ځنډول شوی و. د اټکل له مخې ویل کېږي، چې هره ورځ نژدې ۲۵۰ زره کسان د تګ راتګ لپاره دغه تمځی استعمالوي.