د حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه تهران کې "وژل شوی"

اسمعیل هنیه

د عکس سرچینه، Getty Images

په ایران کې سپاه پاسداران ویلي چې د فلسطین حماس ډلې د سیاسي څانګې مشر اسماعیل هنیه او یو ساتونکی یې تهران کې پخپل استوګنځي کې وژل شوي دي.

د ایرنا د خبر له مخې، د سپاه پاسداران د عمومي اړیکو برخې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: "د حماس د سیاسي دفتر مشر ښاغلی دوکتور اسمعیل هنیه او یو ساتونکی یې تهران کې پخپل استوګنځي کې شهیدان شوي دي."

د ایرنا په دې بیانیه کې راغلی: "د فلسطین اتل ملت او اسلامي امت او د مقاومت د جبهې جنګیالیو او د ایران عزتمن ملت ته د تسلیت په وړاندې کولو سره نن سهار (چهارشنبه) د دوکتور صاحب په کور کې د هغه په کور برید وشو. د دې پېښې په پایله کې نوموړی او یو ساتونکی یې شهیدان شول."

خبرپاڼه زیاتوي: "د دغې پېښې لامل او ابعاد تر څېړنې لاندې دي او پایلې به یې وروسته اعلان شي."

نوموړی د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې له ګډون وروسته ووژل شو.

حماس د چهارشنبې په ورځ دغه خبر تایید کړ او وویل چې اسماعیل هنیه په یوه 'صهیونیستي برید' کې وژل شوی.

تر اوسه د دغه برید مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

اسمعیل هنیه او مسعود پزشکیان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اسماعیل هنیه (کېڼ) وروستی ځل د سې شنبې په ورځ د ایران له ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان سره د روغبړ پرمهال لیدل شوی

حماس د اکټوبر په اومه پر اسرائيلو د بريد مسؤليت پر غاړه واخيست، چې په ترڅ کې يې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۵۰ کسان يرغمل شول.

په غزه کې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، چې د حماس تر کنټرول لاندې ده، د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو په پوځي عملیاتو کې له ۳۹ زرو زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

اسماعیل هنیه وروستی ځل د سې‌شنبې په ورځ د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې لیدل شوی و. هغه د ایران له نوي ولسمشر او د ایران له ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي سره وکتل.

راپورونه وايي چې ولسمشر د غونډې په ترڅ کې د حماس مشر ته وویل چې ایران به "د فلسطین د خلکو تر څنګ ودرېږي" او هنیه د ایران د "ویاړمن دریځ" مننه وکړه.

اسمعیل هنیه

د عکس سرچینه، Getty Images

IDF یا د اسرائیلو دفاعي ځواکونو د سي‌اېن‌اېن او فرانس پرېس خبري اژانس په ګډون یو شمېر رسنیو ته ویلي چې دوی به د هنیه د مړینې په اړه د بهرنیو رسنیو راپورونو ته ځواب ونه وايي.

هنيه په ۱۹۶۲ کې د غزې ښار لوېديځ د (الشاطئ) "ساحل" کډوالو په کمپ کې زیږېدلی، د هغه مور او پلار د ۱۹۴۸ عرب-اسرائیلو جګړې پرمهال عسقلان (اشکلان) ښار ته نژدې له خپل کوره تښتېدلي و.‌

اسماعیل هنیه له موسی ابو مرزوق او خالد مشعل وروسته درېیم تن دی چې د حماس غورځنګ (د سیاسي دفتر مشري) په غاړه لري.

د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په دویمه، اسرائیلو د حماس مرستیال او په لوېدیځه غاړه کې د غورځنګ مشر صالح العاروري وروسته له هغه وواژه چې یوې بې پېلوټه الوتکې د بیروت په جنوبي سیمو کې د دې غورځنګ دفترونه په نښه کړل.

په تېره اپرېل میاشت کې غزه کې د اسرائیلو بمبارۍ د اسماعیل هنیه درې زامن او څلور لمسیان ووژل.‌

هنیه او احمد یاسین

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اسماعیل هنیه په ۲۰۰۳ کال له غزې ښار نه د حماس له بنسټګر شیخ احمد یاسین سره په ټیلیفوني اړیکه ټینګولو کې مرسته کوي

اسرائیلو په ۱۹۸۹ کال د فلسطین لومړۍ انتفاضې ځپلو پرمهال اسماعیل هنیه درې کاله بندي کړ.‌

۶۲ کلن هنیه چې په (ابو العبد) هم مشهور و، په ۲۰۰۰۶ کال وروسته له هغه چې په ټاکنو کې حماس د پارلمان ډېری څوکۍ وګټلې، د فلسطیني کورواکې ادارې مشر محمود عباد ښاغلی هنیه د لومړي وزیر په توګه غوره کړ.

هغه یو کال وروسته د حماس له لوري له غزې نه د فتح ګوند له ایستلو وروسته له خپل مقامه لیرې کړای شو.

نوموړی په ۲۰۱۷ کال د حماس د سیاسي دفتر سرپرست وټاکل شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۱۸ کال اسماعیل هنیه د ترهګرو په نوملړ کې شامل کړ. هغه د ژوند وروستي کلونه قطر کې و.‌

د هنيه د وژنې په اړه غبرګونونه

هنیه ایران کې

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د سې شنبې په ورځ تهران کې د ایران د پارلمان ځینې غړي له اسماعیل هنیه چاپېر دي

د حماس یوه جګپوړي چارواکي ژمنه کړې چې دا ډله به د هنیه د وژنې ځواب ورکړي.

د حماس د الاقصی ټلویزیوني چینل په وینا موسی ابو مرزوق دا برید یو "بزدلانه عمل" بللی چې بې سزا به پاتې نه شي.

د حماس مشر سامي ابو زهري هم وويل: "د اسرائيلي اشغالګرو لخوا د ورور هنيه وژنه د حماس او زموږ د خلکو د ارادې د ماتولو او د خيالي اهدافو د ترلاسه کولو په موخه د وضعیت ترینګلي کېدل دي، موږ دا باوري یو چې د دوی د اوبو خړولو دا عمل به خپلو موخو ته ونه رسېږي."

د اسلامي جهاد غورځنګ وویل: "زموږ د ملت د یو سمبول په خلاف د دښمن له خوا ترسره شوی جنایت به زموږ مقاومت ته زیان ونه رسوي."

د فلسطین ولسمشر محمود عباس د حماس د مشر اسماعیل هنیه وژنه په کلکه غندلې او دا یې یو بزدلانه عمل او خطرناک پرمختګ بللی دی.

عباس د فلسطین پر ولس او ځواکونو غږ وکړ چې د اسرائیلو د نیواک پر وړاندې خپل یووالی ټینګ وساتي خپل زغم او استقامت پیاوړی کړي.

د حوثیانو انصار الله غورځنګ ویلي، د هنیه وژنه یو ترهګریز جنایت او له قوانینو ښکاره سرغړونه ده.