د حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه تهران ته په سفر تللی

د عکس سرچینه، nournews
د ایران رسمی خبري اژانس ایرنا په رپوټ کې ویل شوي، د حماس مشر اسماعیل هنیه په تهران کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا لخوا غزه کې د اوربند طرحې تائید په تړاو خبرو کې ویلي، اسرائیل په ''بې ساري توګه منزوي شوی'' دی.
اسماعیل هنیه چې همدا نن تهران ته رسېدلی په خپلو خبرو کې زیاته کړه، ''د اسرائیل ګوښیتوب ښيي چې امریکا نه شي کولای خپله خوښه پر نړیواله ټولنه وتپي.''
د نوموړي په خبره ''د اسرائیل دا وضعیت د حماس او فلسطینیانو بې ساري مقاومت څرګندونه کوي.''
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پرېکړه لیک په هکله خبرو کې چې په روژې میاشت کې د سملاسي اوربند او بې قید او شرطه د اسرائیلي یرغمل شویو کسانو خوشي کېدو غوښتنه کوي، اسماعیل هنیه وویل، ''ځینې نیمګړتیاوې'' لري.
اسرائیل بیا پر حماس تور پورې کړی، چې د اوربند خبرو لپاره د دوی په وینا ''خیالي غوښتنې'' لري.
د اسرائیلي لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو دفتر په یوه اعلامیه کې ادعا کړې، چې حماس د خپلو غوښتنو پر سر له هر ډول جوړجاړي کولو انکار کړی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي: ''اسرائیل به د حماس خیالي غوښتنو ته تسلیم نه شي او د ټولو یرغمل کسانو راخوشي کول، له حماسه د پوځي او حکومتولۍ کولو وړتیا اخیستل او دا یقیني کول چې غزه به بیا د اسرائیل لپاره ګواښ نه وي، په ګډون د جګړې هدفونو تر لاسه کولو لپاره به فعالیت ته دوام ورکړي.''
د یادونې ده، چې پر دوشنبه د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري په غزه کې د سملاسي اوربند او اسرائیلي یرغمل کسانو خوشي کېدو طرحې له منل کېدو څو ساعته وروسته حماس وویل، د دائمي اوربند په ګډون به پر خپلو اصلي غوښتنو ټینګ ولاړ پاتې شي، چې له غزې د اسرائیلي پوځیانو وتلو او بې ځایه شویو فلسطینیانو بېرته ستنېدو غوښتنې هم پکې شاملې دي.
د ملګرو ملتونو له اوربند غوښتنې سره د جګړې دوام
بل لور له غزې تړانګې رسېدلي رپوټونه وايي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري پر دوشنبه د سملاسي اوربند طرحې له تائید سره سره جګړه روانه ده.
د فلسطیني رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې د سویلي رفح ښار پر یوه استوګنیزه ودانۍ تېره شپه د اسرائیلي پوځ الوتکو بمبارۍ له کبله لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي، چې نهه ماشومان هم پکې شامل دي.
د حماس اړوند فلسطین معلوماتي مرکز او صفا خبري اژانس په رپوټونو کې ویل شوي، چې په مصباح سیمه کې بمبار شوی کور د ابو نقیره کورنۍ اړوند دی او په خبره یې زرګونه بې ځایه شویو خلکو هلته پناه اخیستې.
هممهاله اسرائیلي پوځ ویلي، تېره ورځ یې په غزه کې ''د ترهګرو اړوند ۶۰ هدفونه'' په نښه کړي دي.
عیني شاهدان وايي، اسرائیلي الوتکو په سویلي رفح ښار کې بمبارۍ کړې دي.
له غزه او خان یونس ښارونو هم د وسله والو نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي. بل لور غزې ته څېرمه اسرائیلي ښارونو کې د راکټي بریدونو خبردراي سائرنونه اورېدل شوي دي.
په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د جګړې له پیله تر اوسه په غزه تړانګه کې د وژل شویو کسانو شمېر اوس ۳۲ زره ۴۱۴ کسانو ته رسېدلی دی.
د دې وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هلته ۸۱ کسان وژل شوي او ۹۳ کسان ټپیان شوي دي.











