اسرائیل وايي، په غزه کې د بې ځایه شویو خلکو لپاره 'بشري ټاپوګان' چمتو کوي

رفح

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، له رفح نه بل ځای ته د غزې نژدې نیمايي نفوس لېږدول ښايی تر اونیو پورې وخت واخلي.
    • Author, انا فوسټر
    • دنده, بي بي سي-بیت المقدس

د اسرائیل پوځ وايي، په غزه کې بې ځایه شوي فلسطینیان پر رفح سیمې له برید مخکې داسې ځایونو ته لېږدوي، چې دوی یې ''بشري ټاپوګان'' بولي.

اسرائیل چارواکي وايي، دا ځایونه به د غزې تړانګې په منځ کې وي.

د یادونې ده، چې د غزې په شمال او منځنیو سیمو کې د اسرائیلي پوځ او حماس تر منځ له جګړو وروسته نژدې یو اعشاریه څلور میلیونه فلسطینیانو په دې سویلي ښار کې پناه اخیستې ده.

تر اوسه معلومه نه ده، چې دا ټاپوګان به څنګه وي او څه ډول به فعال ساتل کېږي. خو د اسرائیل پوځ په وینا هلته به دې خلکو ته مرستې او موقت مېشت ځایونه به خلکو ته ورکړل شي.

تر اوسه د دې چارې پیلولو په هکله کوم مهالوېش هم نه دی اعلان شوی. بل لور ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې پر رفح سیمې بشپړ برید خورا ویجاړونکی کېدای شي.

د اسرائیلي ځواکونو ویندوی دانئیل اګاري د چهارشنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل، دوی باید باوري کړي، چې هغه ''ټول یو اعشاریه څلور میلیونه خلک یا د دې خلکو لویه برخه د هر ډول برید له پیله مخکې له رفح سیمې ووځي.''

نوموړي وویل، ''دوی باید هغو بشري ټاپوګانو ته ووځي، چې موږ به یې د نړیوالې ټولنې سره په شریکه چمتو کوو'' او هلته به اوبو، خوړو او موقتو مېشتو ځایونو ته لاسري امکانات چمتو کېږي.

خو د دومره ډېرو خلکو لېږدولو په هکله لا هم پوښتنې شته.

له رفح نه د غزې له نیمايي د زیات نفوس لېږدول ښايي ډېر وخت وغواړي، ښايي تر اونیو پورې وخت ته به اړتیا وي، چې دومره ګڼ شمېر خلک وایستل شي.

اسرائیلي چارواکو بیا پرلپسې داسې اشارې څرګندې کړې، چې دوی داسې عملیاتو ته ځکه اړتیا لري، چې په وینا یې پر رفح له برید پرته له غزې نه د حماس له منځه تلل ناشوني دي.

دوی په دې هم پوهېږي چې د حماس لوړپوړي چارواکي لا هم پټ دي او په ځانګړې توګه د ځینو هغو په هکله فکر کوي، چې د تړانګې په وروستیو سویلي برخو کې پټ دي.

د اسرائیل په سویلي سیمو کې د اکتوبر میاشتې پر ۷مه د حماس له برید وروسته چې نژدې ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول، اسرائیل پر غزه بریدونه پیل کړل.

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، له هغه راهیسې په غزه کې تر اوسه ۳۱ زره ۷۰۰ کسان وژل شوی دي.