د غزې جګړه؛ د ملګرو ملتونو سرمنشي په روژه کې داوربند غوښتنه تکرار کړې

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images/AP

د ملګرو ملتونو سر منشي آنتونیو ګوترېش د روژې په مبارکه میاشت کې په غزه کې د اوربند د اعلان غوښتنه کړې.

هغه همداراز غوښتنه کړې چې حماس دې د دوی په بند کې بندي زندانیان هم خوشي کړي او فلسطېنیانو سره دې د مرستو لړۍ پراخه او چټکه شي.

نوموړي دا غوښتنه داسې مهال کړې چې اسرائیلو د روژې په لومړۍ او دویمه ورځ هم له کوم ځنډ پرته خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی.

د رپوټونو له مخې د روژې په لومړۍ ورځ د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۶ فلسطېنیان وژل شوي دي.

له دې سره هممهاله په اسرائیلو له دې کبله فشارونه په ډېرېدو دي چې له فلسطېنیانو سره د مرستو رسولو لپاره لار پرانېزي.

ملګري ملتونه وايي په دې لړ کې له تېرو دریو اونیو راهیسې په لومړي ځل له ځمکنۍ لارې د غزې شمال ته اړتیا وړ خوراکي توکو لومړۍ کمکي بسته رسېدلې.

اسرائیلي ځواکونو ویلي د نړیوال خوراکي پروګرام په غذایي موادو ډکې شپږ لارۍ د غزې له پولې اوښتي دي.

د غزې ډاکټران وايي اسرائیلي پوځیانو پر روغتون له برید وروسته وهلي او سپکاوی یې کړی

غزه

په غزه کې فلسطیني روغتیايي کارکوونکو بي بي سي ته ویلي، تېره میاشت د دوی پر روغتون له برید وروسته د اسرائیلي پوځیانو لخوا سترګې ورتړل شوې، بندي شوي، په زوره لوڅ کړای شوي او په پرلپسې ډول وهل شوي دي.

د النصر روغتون د یوه ډاکټر 'احمد ابو صباح' په وینا چې یوه اوونۍ په بند کې و، سپي ورشکارل شوي او یو لاس یې اسرائیلي سرتېري ورمات کړی دی.

د هغه حکایت دوو نورو ډاکټرانو ته، چې غواړي نوم یې د غچ اخیستنې له وېرې پټ وساتل شي، نږدې ورته دی.

دوی بي بي سي ته وویل، سپکاوی یې شوی، وهل شوي، په یخ اوبو کې اچول شوي او د ساعتونو لپاره په نا ارامه ځایونو کې په ګونډو کیناستو ته اړ شوي.

دوی وايي، تر خوشې کېدو مخکې څو ورځې بنديان وو.

خبرداری: ښايي د دغه رپوټ منځپانګه ځینې لوستونکو ته دردونکي وي.

بي بي سي د اسرائیلو دفاعي ځواکونو (ای‌ډي‌اېف) ته د دوی د تورونو جزییات وړاندې کړل.

دوی په دې اړه پوښتنو ته مستقیم ځواب نه دی ورکړی، یا یې د ناوړه چلند ځانګړې ادعا رد کړې ده.

خو اسرائیلي ځواکونه دا ردوي چې ګواکې د دوی د عملیاتو پر مهال روغتیايي کارکوونکو ته زیان رسېدلی.

دوی وویل "له توقیف شویو سره هر ډول ناوړه چلند د ځانګړو ځواکونو له قانون سره مخالف او له همدې امله په کلکه منع دي."

پر النصر روغتون برید

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

اسرائیلي ځواکونو د فبرورۍ پر ۱۵مه د غزې په سوېلي ښار خان یونس کې پر هغه روغتون چاپه واچوله، چې لا هم فعالیت کوي. د استخباراتو په وینا په دې روغتون کې د حماس غړي مېشت وو.

دوی دا هم وویل چې د اکتوبر په اوومه د حماس لخوا نیول شوي اسرائیلي یرغمل هلته ساتل شوي وو، ځینې یرغمل شويو پخپله په عامه توګه ویلي چې دوی په النصر کې ساتل شوي. حماس دا رد کړې چې ګواکې د دوی جنګیالي په طبي تاسیساتو کې فعالیت کوي.

ځینې تصویرونه چې د فبرورۍ پر ۱۶ نېټه په پټه توګه په روغتون کې اخیستل شوي او له بي بي سي سره شریک شوي وو، ښيي چې په هغه ورځ ډاکټران بندیان شوي وو.

په یوه انځور کې، د روغتون د بېړنۍ ودانۍ مخې ته د نارینه وو یو لیکه ښکاري چې یوازې لاندې جامې یې اغوستې وې، لاسونه یې پر سر ایښي او پر ګونډو کړای شوي دي. د ځینو مخې ته طبي جامې پرتې دي.

د روغتون رییس ډاکټر عاطف الحوت بي بي سي ته وويل: "هر چا چې د خوځېدو هڅه کوله یا یې یوازې سر خوځاوه، ټپي شو. دوی شاوخوا دوه ساعته په دې شرمناک حالت کې ساتل شوي وو."

د اسرائیلو ځانګړي ځواک بي بي سي ته ویلي: "د یوې قاعدې په توګه، د نیول کېدو په بهیر کې، ډېری وخت دا اړینه ده چې شکمن ترهګر خپلې جامې په داسې ډول وسپاري چې جامې یې وپلټل شي او ډاډ ترلاسه شي چې په جامو کې چاودیدونکي توکي یا وسلې نه وي پټې شوې."

"نیول شویو کسانو ته سملاستي کالي نه ورکول کېږي، ښايي دوی په جامو کې هغه وسیلې پټې کړي چې د دښمنانه موخو لپاره کارول کېدای شي (لکه چاقو). کله چې یې وخت راشي، بندیانو ته خپلې جامې بېرته ورکول کیږي."

روغتیايي کارکوونکو ویلي، دوی وروسته بېرته د روغتون ودانۍ ته وړل شوي، وهل شوي، او بیا د توقیف ځای ته لېږدول شوي، په داسې حال کې چې جامې یې پر تن نه

د بشري حقونو کارپوهان: انځورونه او د روغتیایي‌کارکوونکو شاهدي "خورا د اندېښنې وړ" دي

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

۲۶ کلن نوی فارغ شوی 'ابو صباح' په النصر روغتون کې داوطلب ډاکټر و.

هغه د نیول کېدو مهال د ساعتونو لپاره له ځنډ پرته د درول کېدو په څېر د ځورونې او شکنجې ځینې بېلګې بیان کړي.

هغه وویل چې په نورو مجازاتو کې اوږدې مودې لپاره پړمخې په خېټه څملول او د دوی د خوړو ځنډول هم شامل وو.

د بشري حقونو یوه کارپوه له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، انځورونه او د روغتیایي‌کارکوونکو شاهدي "خورا د اندېښنې وړ" ده.

هغه وویل چې بي بي سي ته ورکړل شوي ځینې معلومات "په ښکاره ډول د ظالمانه او غیر انساني چلند په کټګورۍ کې حسابېږي".

هغه ډاکټران چې په النصر کې پاتې شوي وايي، په روغتون کې د اسرائیلو ځانګړو ځواکونو له عملیاتو سره دوی د ناروغانو درملنه نه شوه کولی. کله چې اسرائیلو ځانګړي ځواک کنټرول ترلاسه کړ، هلته د شاوخوا ۲۰۰ ناروغانو درملنه کېده. د روغتون د مشر په وینا ډیری ناروغان یې "بستر" وو، چې شپږ تنه یې په ای سي یو (ICU) کې دننه و.

هغه کارمندانو ته چې د پاتې کیدو اجازه ورکړل شوې وه، ویلي، دوی ته امر شوی و، چې جدي ناروغان د دوو ودانیو ترمنځ ځای ته ولېږدوي، دوی له دندو څخه د پوښتنو ګروېږنو لپاره اېستل شوي او هلته یې په سختو ، ناپاکو شرایطو کې کار کاوه.

یو شمېر ډاکټرانو ویلي، د اسرائیلو پوځ له خوا د روغتون تر نیول کېدو وروسته ۱۳ تنه مړه شوي دي.

بي بي سي د دغو تورونو په اړه له اسرائیلي پوځ څخه تفصيلي پوښتنې کړې.

د اسرائیلو ځانګړي ځواک یې په ځواب کې بي بي سي ته وویل "شاوخوا ۲۰۰ ترهګر او د ترهګریزو فعالیتونو شکمن کسان نیول شوي چې ځینو یې ځانونه د روغتیايي ټیمونو په جامه کې پټ کړي وو".

اسرائیل وايي دوی "په دقیق او متمرکز ډول عملیات کړي، د روغتون روان فعالیت یو څه ټکنی شوی، پرته له دې چې ناروغانو یا طبي کارمندانو ته زیان ورسوي".