غزه کې بشري کړکېچ؛ له قبرس د خوراکي توکو او بشري مرستو یوه کښتۍ ور روانېږي

د عکس سرچینه، WORLD CENTRAL KITCHEN/OPEN ARMS
تمه ده، نن (شنبه د مارچ ۹مه) یا سبا به پر بشري مرستو یوه بار یوه کښتۍ، چې په غزه کې ورته سخته اړتیا ده، دې تراړې ته ولاړه شي.
ملګري ملتونه وايي، د غزې له هرو څلورو یو اوسېدونکی له سختې لوږې سره مخامخ دی او ماشومان پکې له لوږې مړه کېږي.
د اوپن ارمز "پرانېستې غېږ" اسپانوي خیریه سازمان کښتۍ له قبرس چې غزې ته د اروپايي ټولنې تر ټولو نژدې هېواد دی، د سمندر په هغې لارې ورځې چې دا وروستیو کې پرانیستل شوې ده.
غزه له کلونو راهیسې د اسرائیلو له خوا له اقتصادي محاصرې سره مخامخ ده.
د "اوپن آرمز" کښتۍ به په داسې حال کې د غزې په لور حرکت وکړي، چې د دریدو یا لنګر اچولو ځای یې لا نه دی معلوم شوی.
د غزې د ساحلونو تل یا ژوره کمه ده او تر دې دمه داسې بندر نه شته چې د دې هېواد لپاره بار شوې کښتۍ په کې تخلیه شي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې د هېواد پوځ یې غزې ته د مرستو رسولو لپاره یو موقتي بندر جوړوي.
خو دا ژمنه لا هم نه ده عملي شوې.
تمه ده دغه کښتۍ به په راتلونکو څو ورځو کې غزې ته ورسېږي.
د "اوپن آرمز" بنسټ ایښودونکی اسکار کمپس اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته وویل، دا کښتۍ ۲۰۰ ټنه خوراکي توکي وړي چې د ورلډ سنټرل کیچن (د نړۍ مرکزي پخلنځي) په نوم د یوه امریکايي خیریه بنسټ له خوا برابر شوي دي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
ښاغلي کمپس زیاته کړه، تمه لري چې کښتۍ به په دوه یا دریو ورځو کې خپل منزل ته ورسېږي.
نوموړي له دې ویلو ډډه وکړه، چې دا بېړۍ به د غزې د سواحلونو په کومه برخه درېږي.
هغه زیاته کړې، چې غزې ته د دې مرستو د لیږلو تر ټولو ستونزمن برخه د دغه سفر وروستی مایل دی په ټولیز ډول شاوخوا ۲۶۰ سمندري مایل ده.
خو نوموړي ټینګار وکړ، چې شخصا د امنیت له اړخه هیڅ اندیښنه نه لري.
د اسرائیلو سمندري ځواکونو له څو کلونو راهیسې غزې ته د سمندر له لارې د هر ډول بشري مرستو د رسولو مخه نیوله.
د نړۍ مرکزي پخلنځی په ټوله غزه کې ۶۰ پخلنځي لري او کولی شي له دې لارې په دغې تراړه کې خواړه وویشي.
دغه بنسټ په خپل ایکس پاڼه لیکلي: "هغه څه چې په پیل کې نه حل کېدوونکې ننګونې ګڼل کېدلې اوس د حل کېدو په پړاو کې دي."
په دغه پیغام کې زیاته شوې "زموږ کشتۍ چمتو دي چې په لسګونو ټنه خوراکي او نور اړین توکي د فلسطین ملکي وګړو ته تر ساحله ور ورسوي."











