امریکا په غزه کې د مرستو بهیر چټکتیا لپاره لنډ مهالی سمندري بندر جوړوي

غزه د ژورو اوبو بندر نه لري (ارشیف تصویر)

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، غزه د ژورو اوبو بندر نه لري (ارشیف تصویر)
    • Author, جورج رائټ او ټام باټمن
    • دنده, بي بي سي لندن-واشنګټن

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن وايي، د متحده ایالتونو پوځ به په غزه کې یو سمندري بندر جوړ کړي، چې له دې لارې د زیاتو مرستو رسولو ته لار هواره شي.

چارواکي وايي، له دې موقت بندر سره به هره ورځ د بشري مرستو کچه ''سلګونه لارې زیاته شي.'' خو ولسمشر بایډن وايي، خپله امریکايي پوځیان به د دې نوښت عملي کولو لپاره په غزه کې ښکېل نه وي.

د یادونې ده، چې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د غزې اوسېدونکو له څلورو یوه برخه د لوږې کچې ته رسېدلي دي.

د امریکا ولسمشر دا رسمي بیان د پنجشنبې پر ورځ امریکایانو ته په کلنۍ وینا کې وکړ.

نوموړي وویل، د امریکا پوځ لخوا دغه چمتو شوي بندر له لارې به له سمندره وچې ته د توکو لېږدولو لپاره موقت تجهیزات ځای پر ځای شي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې څوک به د دې بندر ودانیزې چارې کوي، ساتي به یې او له همدې کبله د دې پروژې د بریالیتوب پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.

یوه چارواکي په دې هکله وویل: ''په څو اونیو کې به بندر چمتو شي'' او له دې لارې به هغو بېړیو کې د مرستو لپاره خواړه، اوبه، دارو، درمل او خیمې راوړل کېږي، چې د قبرص په لار به له اسرائیلي تالاشۍ تېرېږي.

په اسرائیل کې د حماس له یوه برید وروسته چې نژدې ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول او ۲۵۳ یرغمل شول، اسرائیلي ځواکونو پر غزه بریدونه پیل کړل.

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا چارواکي وايي، له هغه راهیسې په غزه کې نژدې ۳۰۸۰۰ کسان وژل شوي دي.

د دې پایله کې یو بشري کړکېچ رامنځته شو. روانه اونۍ د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) مسوولینو وویل، په شمالي غزه کې ماشومان له لوږې مري. د یادونې ده، چې په دې سیمه کې نژدې ۳۰۰ زره فلسطینیان په داسې حال کې اوسي، چې خورا لږ اوبو او خوړو ته لاسرسی لري.

غزه د ژورو اوبو بندر نه لري، ځکه امریکايي چارواکو له څو اونیو راهیسې په دې هکله غور کاوه، چې څنګه په بېړه هلته د بارچالاني کښتیو او بېړیو ورتګ ته زمینه برابره کړي. امریکا دغه راز په غزه کې د وران ویجاړ وضعیت په هکله برالا پر اسرائیل فشار زیات کړی او د نه زغم څرګندونه یې کړې ده.