رپوټونه وايي اسرائیل په غزه کې د اوربند پر اډانې سلا شوی

د عکس سرچینه، REUTERS
د امریکايي رسنیو ځینې راپورونه ښيي چې اسرائیلو په غزه کې د شپږ اونیز اوربند وړاندیز منلی دی.
اسوشېټېډ پرېس او سياېناېن خبري اژانسونو په جلا توګه د لوړ پوړو حکومتي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې اسرائیل "د اوربند موافقه منلې ده."
اسوشېټېډ پرېس په خپل راپور کې د جوبایډن د ادارې د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله ویلي چې اسرائیل په غزه کې د وړاندیز شوي اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون له چوکاټ سره موافقه کړې ده او "اوس د حماس وار دی چې ځواب ورکړي."
ټاکل شوې چې د دې موافقې په اړه خبرې د یکشنبې په ورځ په مصر کې بیا پیل شي.
تېره اونۍ رویټرز خبري اژانس راپور ورکړ چې د امریکا، اسرائیلو، قطر او مصر له استازو سره په پاریس کې له څو ورځو خبرو اترو وروسته د موقت اوربند او د یو شمېر یرغمل شویو بندیانو د خلاصون لپاره پلان چمتو شوی دی.
رویټرز راپور ورکړی چې دا وړاندیز حماس ته لېږل شوی چې پر بنسټ به یې "څلوېښت ورځنی اوربند" رامنځته شي.
په غزه کې د قطر، مصر او امریکا په منځګړیتوب د اوربند د رامنځ ته کېدو په هیله له څو اونیو راهیسې خبرې اترې روانې دي.
د دغه راپور له مخې، دواړه لوري به هر ډول دښمني ودروي، پر غزې د اسرائیلو جاسوسي الوتنې به د اتو ورځو لپاره ودرول شي، شاوخوا ۴۰ تنه یرغمل شوې ښځې، ناروغان، چې عمرونه یې له ۱۹ کم او تر ۵۰ ډېر ښودل شوي، د ۴۰۰ فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې خوشي کېږي.
له دې مرحلې وروسته باید اوسېدونکو ته اجازه ورکړل شي چې په تدریجي ډول شمالي غزې ته ستانه شي او اسرائیلي ځواکونه باید له ګڼمېشتو سیمو څخه ووځي.

د عکس سرچینه، Getty Images
اسوشټېد پرس خبري آژانس لیکلي دي چې تمه ده حماس به د یکشنبې په ورځ په قاهره کې د خبرو له بیا پیلېدو وروسته خپل غبرګون اعلان کړي.
د جمعې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د "سملاسي اوربند" غوښتنه وکړه.
یوه امریکایي چارواکي CNN ته وویل چې اسرائیلو دا تړون په اصولو کې منلی او دا چې "د نور دوامداره اوربند د طرح کولو دویم پړاو به د شپږ اونیو اوربند په جریان کې ترسره شي."
د جمعې په ورځ امریکايي چارواکو ویلي وو چې د پنجشنبې په ورځ د خوراکي توکو د وېش پر مهال له وژنو وروسته د اوربند خبرې "پاتې شوې نه دي" او د دې برخلیک د پاریس او دوحې د خبرو پایلو ته د حماس په غبرګون پورې اړه لري.
دوه ورځې وروسته له هغې چې په غزه کې د وړیا خوراکي توکو د وېش په ترڅ کې تر سلو زیات کسان ووژل شول، امریکا دغې سیمې ته د خوراکي موادو د مرستو لومړۍ هوايي جوپه ته استولې ده.
د امریکا متحدو ایالتونو د درېیو پوځي الوتکو په مرسته د هوا له لارې غزې ته د څه باندې ۳۰ زره خوراکي بستو په ګډون لومړنۍ مرستې رسولې.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ویاند ای اېف پي ته ویلي، چې دغه مرسته د دریو C-130 ترانسپورتي الوتکو له خوا شوې ده.

د عکس سرچینه، REUTERS
امريکايي سرچينو د بي بي سي همکار سي بي ايس ته ويلي، چې نننۍ هوايي مرسته د امريکا د ولسمشر جوبايډن له خوا اعلان شوې لومړنۍ مرسته وه.
ښاغلي بایډن وروسته له هغې غزې ته د مرستو د زیاتولو ژمنه وکړه چې د پنجشنبې په ورځ د بشري مرستو د یوه کاروان په شاوخوا کې تر ۱۰۰ ډېر کسان ووژل شول.
دوې ورځې وړاندې د مرستندویه لاریو په شاوخوا کې ۱۱۲ کسان مړه او تر ۷۶۰ ډېر نور ټپیان شول.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ویلي، تر اوسه شفا روغتون ته تر ۷۰۰ ډېر ټپیان او ۷۰ جسدونه لېږدول شوي دي.
حماس چې په غزه کې واکمني کوي، پر اسرائیل په ملکي وګړو د ډزو تور پورې کړی، په غزه کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر مشر جیورجیوس پیتروپولوس بي بي سي ته ویلي، چې دی او پلاوی یې د پنجشنبې په ورځ له پېښې وروسته روغتون ته تللي او هلته یې ډېر خلک لیدلي چې د ګولیو په واسطه ټپیان شوي دي. خو اسرائيلو ويلي، چې ډېری يې وروسته له هغه په ډزو وژل شوي چې وايي د ځواکونو د خبرداري ډزې یې پرې وکړې.
اسرائیلو منلې ده چې عسکرو یې په سلګونو فلسطینیانو "د امنیتي اندېښنو له کبله" د غزې په شمال کې د مرستو د یوه کاروان په شاوخوا کې راټول شوي وو، ډزې وکړې.
ټاکل شوې د امریکا مرستیال ولسمشر کماله هرېس د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د اسرائیلو د جګړې د کابینې له یوه غړي بیني ګانټز سره وګوري.











